افغانستان سره د پاکستان صادرات نور هم کم شوي

او افغانستان تجارت

افغانستان سره د پاکستان صادرات نور هم کم شوي.د پاکستان سنټرل بانک وایي، افغانستان ته یې د صادراتو کچه ورځ تر بلې کمېږي.دوی وای چې وړم کال یې په همدې موده کې افغانستان ته د ۶۳۳ میلیونو ډالرو په اندازه صادرات لرل،

دوی زیاتوي سږ کال دا شمېره ۵۴۳ میلیونه ډالرو ته راښکته شوې ده چې د تېر په پرتله د پام وړ کموالی ښودلی.سره له دې چې د تېر کال په پرتله اوس افغانستان ته د صادراتو کچه کمه شوې ده، بلکې ورځ تر بلې دغه کچه کمېږي او دا مهال څوارلس اعشاریه دیارلس سلنه کې ولاړه ده.پاکستان دغه راز ویلي دا هم ویليچې له افغانستان یې د وارداتو په کچه کې هم کموالی راغلی دی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري تل د پاکستاني حکومت د ناسمو سیاستونو له امله له ستونزو سره مخ کېږي او د پاکستان د غیر قانوني اقداماتو له امله کله ناکاله افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیانونه هم اوړي.که څه هم د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ چارواکو وخت پر وخت ناستې کړې دي خو تر اوسه افغانستان د صادراتو او وارداتو په برخه کې له پاکستان سره ګڼې ستونزې لري.

دغه ستونزې داسې نه دي چې یوازې یې افغانستان ته زیان رسېږي، بلکې پاکستان هم پکې زیان ويني چې ښه بېلګې یې اوس د صادراتو او وارداتو د کچې کموالی دی.د اقتصادي چارو د شنونکو په باور، پاکستان له افغانستان او افغانستان له پاکستانه د سوداګرۍ په چارو کې چاره نه لري.

img 20210310 145354

او د دواړو مملکتونو ترمنځ لازم سوداګریز ارتباط دوه اړخیزې ګټې لري، ځکه افغانستان تر اوسه د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې ځان بسیاینې ته نه دی رسېدلی او پکار دا ده چې د سیمې هېوادونو او په ځانګړي ډول پاکستان سره ښې اړیکې ولري.اوسمهال باید په دې اړه دواړه مملکتونه سره کیني او خبرې وکړي.

بحث کې برخه واخلئ

Your email address will not be published.