لوبې

افغانستان له هند او اسټرالیا نه هم مخکې شو

افغانستان په لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې د زمبابوې لوبډلې ته د ۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د ای سي سي سوپر لیګ په سیالیو کې یې یوه بله لوبه هم وګټله او د ۱۰ نومرو سره یې له پنځم مقام څخه دریم مقام ته پرمختګ وکړ.

د ای سي سي سوپر لیګ کې دا د افغانستان ۱۰مه لوبه وه، چې پکې یې اتمه بریا خپله کړه او د ۸۰ نومرو په درلودلو سره دریم مقام ته پورته شو. مخکې افغانستان اویا نومرې لرلې او په پنځم مقام کې و.

د هند او اسټرالیا لوبډلې له افغانستان څخه مخکې و، خو اوس د افغانستان لوبډله له دغه دواړو هېوادونو څخه پورته لاړله. په سوپر لیګ کې بنګله دېش بیا تر ټولو زیاتې ۱۲ لوبې ګټلي دي او د ۱۲۰ نومرو سره تر ټولو مخکښه ده، بنګله دېش ۱۸ لوبې تراوسه پورې کړې دي.

نور یی ولوله | د تېر حکومت د ټرانسپورټ مرستیال هېواد ته راستون شو

همدا راز انګلستان په ۱۵ لوبو کې ۹ لوبې ګټلي او ۹۵ نومرې لري، چې په دویم مقام کې ده، افغانستان په دریم، هند په ۱۲ لوبو کې ۸ لوبې ګټلي او ۷۹ نومرې لري او اسټرالیا په ۱۲ لوبو کې ۷ لوبې ګټلي دي چې ۷۰ نومرې لري.

همدا راز ویسټ انډیز په ۱۷ لوبو کې ۷ لوبې، ایرلینډ په ۱۸ لوبو کې ۶ لوبې، سریلانکا په ۱۸ لوبو کې ۶ لوبې، نیوزیلینډ په ۶ لوبو کې ۶ لوبې، پاکستان په ۱۲ لوبو کې ۶ لوبې، سویلي افریقا په ۱۳ لوبو کې ۴ لوبې، زمبابوې په ۱۳ لوبو کې ۳ لوبې او نیدرلینډز په ۱۲ لوبو کې ۲ لوبې ګټلي دي. د یادولو وړ ده، چې د ای سي سي نړیوال جام ۲۰۲۳ کال لپاره به د همدې لوبډلو څخه غوره لوبډلې انتخابېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button