نړیوال خبرونه

افغانستان نه پوځيان هېواد ته راستنوم او جګړه ختموم ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي په افغانستان کې خپله اوږده جګړه ختموي او ټول عسکر له دغه هېواد وباسي. ټرمپ نن ملت ته په خپله کلنۍ وینا کې یو ځل بیا وویل چې په افغانستان کې د امریکا جګړه اوږده شوه او ټوله بیه یې امریکايي کورنۍ پرې کوي.

 ده ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه پای ته رسوي او خپل سرتېري وباسي. ټرمپ یو ځل بیا دا خبره تکرار کړه چې نه غواړي زرګونه بېګنا افغانان ووژني. د ده په وینا د سولې خبرې روانې دي، جګړه به ختمېږي او دی نه غواړي چې په دغه جګړه زرګونه افغانان ووژني.

ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت ستاینه هم وکړه او په خبره یې دوی دلته په یوه عالي کار بوخت دي او د سولې خبرې به هم ژر یوې پایلې ته ورسېږي.

د یادونی وړده د چی د سولی خبری د آمریکا ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد په مشری روانی دي او د ده پر وینا ډیرژر به یو توافق ته ورسیږي  د ۲۰۱۸م کال راهیسې تر اوسه د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې په اړه په بیلابیلو پړاونو کې لس ځله مذاکرات شوي خو د وروستی ځل مذاکرات له دې امله د ځنډېدو راپورونه ترلاسه شوي چې طالبانو له دایمي اوربند سره چې د افغان حکومت او ولس غوښتنه ده رضایت نه دی ښودلی  

 د امریکا ولسمشر پر ترهګرۍ ضد مبارزه ټینګار وکړ او و یې ویل د نړۍ په هېڅ ګوټ کې به ترهګر خوندي نه وي.


امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button