نړیوال خبرونه

افغانستان په تمریني لوبه کې د زمبابوې ایلیون لوبډله ماته کړه

د افغانستان لپاره رحمت شاه او عظمت الله عمرزي ښه توپوهنه ترسره کړه او فضل حق فاروقي، مجیب الرحمان او نور احمد لکڼوال ښه توپ اچونه وکړه چې په تمریني لوبه کې یې افغانستان ته بریا ورپه برخه کړه

د افغانستان او زمبابوې ایلیون لوبډلې ترمنځ په هراری کې نن یوه پنځوس اوریزه تمریني لوبه ترسره شوه، چې د لوبې په پیل کې افغانستان د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.افغانستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۲ منډې وکړې، چې له ډلې یې رحمت شاه ۸۱، عظمت الله عمرزي ۴۳ ناسوځېدلې، حشمت الله شهیدي ۳۴ او رحمان الله ګربز ۳۲ منډې وکړې. د زمبابوې ایلیون برینډن موتا او ټوني ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

  نور یی ولوله | کابل ته د هندي پلاوي لومړی سفر؛ امیرخان متقي له‌دې پلاوي سره کتلي

د ۲۷۳ منډو هدف په تعقیب کې د زمبابوې ایلیون ټوله لوبډله په ۴۴.۴ اورونو کې د ۲۰۴ منډو په جوړولو وسوځېده او افغانستان د ۶۸ منډو په توپیر په دغه لوبه کې بریا خپله کړه.د زمبابوې ایلیون لپاره اینوسینټ کایا ۵۳ او ریان برل ۳۶ منډې وکړې. د افغانستان له خوا نور احمد لکڼوال، مجیب الرحمان او فضل حق فاروقي ۲-۲، یمین احمدزي، فرید احمد او عظمت الله عمرزي ۱-۱ ویکټې ترلاسه کړې.

د یادولو وړ ده چې افغانستان له زمبابوې سره په هراری کې درې نړیوالې یو ورځنۍ او درې نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کوي، چې دا لوبې به دوه ورځې وروسته د جون په څلورمه نېټه پیل شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button