لوبې خبرونه

افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ټېسټ لوبه کې له سري لنکا ماته وخوړه

افغان کرکټ ملي لوبډلې خپله ټېسټ لوبه د سري لنکا پر وړاندې وبایلله

د افغانستان او کوربه سري لنکا تر منځ د یوازینۍ او لومړنۍ ټېسټ لوبې په څلورمه ورځ افغانستان د دویمې پاڼۍ لومړۍ ورځې پرتله ښه توپ وهنه ونه کړه.

په څلورمه ورځ افغان توپ وهونکو یو په بل پسې خپلې وېکټې له لاسه ورکړې. او د تېرې ورځې پرتله چې ډېره ښه لوبه یې کړې وه، هغه شان یې پر لوبه واک نه درلود.

د افغانستان او سري لنکا تر منځ ټېسټ لوبه په دویمه ورځ پلازمېنه کولمبو کې پیل شوه

د افغان لوبډلې د څلورمې ورځې پیل

افغان لوبډلې د څلورمې ورځې په پیل کې خپل نهه لوبغاړي یوازې د ۹۳ منډو په جوړولو له لاسه ورکړل. په نننۍ (څلورمه ورځ) لوبه کې یوازې ناصر جمال وتوانېد چې ۴۱ منډې وکړي او نورو لوبغاړو یې ملګرتیا ونه شوه کړای.

افغان لوبډلې د لوبې په لومړۍ ورځ هم خپل اته لوبغاړي یوازې د ۸۲ منډو په بدل کې له لاسه ورکړي وو.

cricket

د دویمې پاڼۍ په لومړۍ ورځ افغان لوبډلې تر ډېره پر لوبې واک درلود او یوازې د یوه لوبغاړي په سوځېدو یې ۱۹۹ منډې جوړې کړې وې. خو څلورمه ورځ یې ښه پیل نه کړه. افغانستان په دویمه پاڼۍ کې د لسو لوبغاړ په له لاسه ورکولو ۲۹۶ منډې وکړې.

نور ولولئ:  راتلونکې میاشت کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبې

نور ولولئ:  د افغانستان کرکټ بورډ له دریو لوبغاړو مرکزي قرارداد اخیستی دی

نور ولولئ: تکواندو لوبډله اماراتو ته ورسېده او کرکټ لوبډله له سریلنکا سره سبا ټیسټ لوبه کوي

سري لنکاد ګټلو لپاره یوازې ۵۵ منډو منډو ته اړتیا لرله. دغې لوبډلې ډېره تېزه لوبه وکړه او ټاکلی هدف یې د لوبې په اتم اوور کې پوره کړ. او افغانستان ته یې په لسو وېکټو ماته ورکړه.

ددې ټېسټ لوبې غوره لوبغاړی

د لوبې غوره لوبغاړی پرابت جیسوریا شو، هغه وتوانېد په لومړۍ پاڼۍ کې درې او په دویمه کې پنځه لوبغاړي وسوځوي.

په دغې لوبې کې ابراهیم ځدراڼ سلیزه وکړه او رحمت شاه پر له پسې پنځوسیزې وکړې. دغه راز په ټېسټ سیالیو کې د افغان لوبغاړو ترمنځ په لومړي ځل د سر لوبغاړو ( اوپنرانو) د ۱۰۶ منډو اوږده ملګرتیا هم وشوه.

cricket1
د سري لنکا لوبډله

افغان لوبډلمشر حشمت شهیدي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، “هلکانو ښه لوبه وکړه. زه د خپګان احساس کوم، موږ په لومړۍ پاڼۍ کې ښه لوبه ونه کړه او مخالفې لوبډلې ته مو چانس ورکړ. په دویمه پاڼۍ کې یو ځل بیا پیاوړي راستانه شولو، خو بریا مو په برخه نه شوه. زما په اند دا په ټېسټ کرېکټ کې د تجربې کموالی دی او همدارنګه په سره توپ د لوبېدو ډېر فرصت مو نه دی موندلی. موږ په ټېسټ کرېکټ کې نوي یوو او دا زموږ لپاره د زده کړې بهیر دی. هیله ده موږ له دې لوبې څخه زده کړه وکړو او پرمخ لاړ شو، ځکه په راتلونکو شلو ورځو کې به بله ټېست لوبه ولرو.”

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button