سیمه

افغانستان کې د ایران سفارت؛ سیدعباس غراقچي کابل ته سفر کوي

اړوند خبرونه:

د ایران ولسمشر: له افغانستانه د اوبو د حق د ترلاسه کولو په اړه خبرې کوو

طالبانو په کابل کې د ایران له نوي سفیر سره لیدلي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي افغانستان ته سفر کوي.

په کابل کې د ایران سفارت پنج‌شنبه د سلواغې پر ۴مه، افغانستان ته د عراقچي د سفر خبر ورکړی دی.

یاد سفارت افغانستان ته د هغه د سفر موخې او کره نېټې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

دا به د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د یو ایراني لوړپوړي چارواکی لومړنی سفر وي.

شاوخوا یوه میاشت مخکې په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بیګدلي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په یوې لیدنه کې افغانستان ته د یو لوړپوړي ایراني پلاوي د سفر خبر ورکړی و.

د یادونې ده چې ایران د حقابې پرسر او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور اختلافاتو سربېره، له طالبانو سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې ساتلي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button