Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

افغانستان کې د حجاب رعایت فرمان ته نړۍوال غبرګونونه

د حجاب د رعایت په هکله د اسلامي امارت مشرتابه  نوی فرمان چې د شنبې په ورځ صادر شوی دی له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی. د ملګرو ملتونو  سرمنشي انټوني ګوټرش د ښځو په تړاو د اسلامي امارت د نوي فرمان په غبرګون کې وایي چې د افغانستان اوسني چارواکي باید له نړۍوالو  قوانینو  سره سم پر خپلو ژمنو ولاړ وي.

  

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټرش وویل:«زه د طالبانو  پر دې پرېکړه اندېښمن یم چې ښځې باید په ټولنه کې خپل مخ پټ کړي او یوازې د اړتیا پرمهال له کوره ووځي. زه یوځل بیا له طالبانو غواړم چې د افغانستان له ښځو او نجونو سره پر خپلو کړو ژمنو او د بشري حقونو د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ پر خپلو ژمنو عمل وکړي.» په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ هم په دې تړاو د اسلامي امارت له چارواکو سره د بیاکتنې او وضاحت غوښتنه کړې ده.

یوناما زیاتوي، چې دا پرېکړه ښایي له نړۍوالې ټولنې سره د اوسني حکومت تعامل ستونزمن کړي. یوناما وايي:«نړیواله ټولنه داسې سګنالونو ته لېواله ده چې طالبان له ټولې نړۍ سره مثبتو اړیکو ته چمتو دي. خو د طالبانو دا پرېکړه ښایي له نړۍوالې ټولنې سره تعامل سخت کړي.»

په دې لړ کې اروپا، د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت، جرمني، د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي، د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړې استازې او د بشري حقونو د څار نړۍوال  سازمان پر دغه فرمان په نیوکې سره له نړۍوالې ټولنې غوښتنې چې پر دې مسلې غور وکړي.

نور یی ولوله | بین سټوکس په کاونټي سیالیو کې نوی ریکارډ جوړ کړ

د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري څرګندوي:«طالبان لاهم د دې پر ځای چې پر اقتصادي ناورین او د پراخ بنسټه حکومت پر اړتیا غور وکړي، د ښځو او نجونو پر وړاندې ناسمې تګلارې خپلوي. زه د افغانانو او نړۍوالې ټولنې له غوښتنو سره یوځای کېږم څو ناسم اقدامات پای ته ورسېږي او د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي، ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي او خپل ژوند بېرته پېل کړي.»

د بشري حقونو د څاربنسټ مرستیاله هېډر بار هم وايي: «په دې کې دا مسله شامله ده چې مېرمنې په بشپړ دول له صحنې و ایستل شي او واک سړیو ته وسپارل شي. او دا هغه څه دي چې له ښځو نه د پرېکړې کولو او په سیاسي صحنه کې د هغوی د شتوالي حق ترې اخلي.»

د ښځو لپاره د حجاب فرمان د یو شمېر دیني عالمانو له اعتراض سره هم مخ شوی دی. د افغانستان ځیني پېژندل شوي دیني عالمان په دې تړاو بېلابېل نظرونه لري. پرون د اسلامي امارت له لوري د ښځو د حجاب په تړاو نوی فرمان اعلان شو چې پر بنسټ یې که چېري ښځې له دغه فرمان نه سرغړونه وکړي د کورنۍ مسوول یې تنبیه او مجزات کېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button