لوبې

بین سټوکس په کاونټي سیالیو کې نوی ریکارډ جوړ کړ

د انګلستان د ټیسټ کرکټ ملي لوبډلې نوي لوبډلمشر بین سټوکس د انګلستان په کاونټي سیالیو کې نوي ریکارډ جوړ کړ. هغه د ډرهام په استازیتوب د وورسسټر شایر پر وړاندې چټکه سلیزه ووهله.

بین سټوکس په ۸۸ توپونو د ۸ څلوریزو او ۱۷ شپږیزو په مرسته ۱۶۱ منډې جوړې کړې. هغه په ​​۶۴ توپونو د ډرهام د فرسټ کلاس تر ټولو چټکه سلیزه ووهله.

د بین سټوکس د ۱۷ شپږیزو وهلو نوی ریکارډ دی چې په یوه پاڼۍ کې د یوه لوبغاړي لخوا په انګلستان کې تر ټولو زیاتې شپږیزې دي.

نور یی ولوله | پاکستان: افغان پنا غوښتونکي د کډوالو په توګه نه منو

دا ریکارډ تر دې مخکې د اسټرالیا اندریو سیمونډز او د انګلستان د فرسټ کلاس کرکټر ګراهام نیپیر په لاس کې و. دوی دواړو په یوه پاڼۍ کې ۱۶-۱۶ شپږیزې وهلې وې.

بین سټوکس په ۷۰ منډو ولاړ و چې د جوش بیکر پر وړاندې یې پرلپسې پنځه شپږیزې ووهلې او خپله سلیزه یې پوره کړه. یوازې دا نه بلکې په وروستي توپ یې څلوریزه یې هم ووهله او ټولټال یې په اور کې ۳۴ منډې وکړې.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button