سیاست

افغانستان کې د روزا اوتنبایوا د ماموریت پای

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اتنبایوا پرون جمعه د ا.ا له ځینو چارواکو سره د مخې‌ښې په لیدنه کې په افغانستان کې خپل ماموریت رسماً پایته رسولی دی.

مېرمن اوتنبایوا پرون د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر، مولوي عبدالکبیر سره د مخې‌ښې لیدنه کړې ده.

د اسلامي امارت وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې د هڅو ستاینه وکړه او میرمن اوتونبایوا هم د زلزلې قربانیانو سره د مرستې په ګډون له افغانستان سره د بشري مرستو په اړتیا ټینګار کړی دی.

د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د سپتمبر په میاشت کې د افغانستان په اړه یوه غونډه وکړي، او تمه کیږي چې روزا اوتونبایوا به په دې غونډه کې د افغانستان په اړه وروستی راپور وړاندې کړي.

مېرمن اوتونبایوا د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما د مشرې په توګه وټاکل شوه. هغه مخکې له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۱ پورې د قرغزستان ولسمشره وه.

د هغه ماموریت په داسې حال کې پای ته رسیږي چې افغانستان لا هم د پراخې بې وزلۍ او د کډوالۍ له بحران سره لاس او ګریوان دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button