افغانستانروغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د مړینې د زیاتېدو ویره

اړوند خبرونه:

د ۲۰۲۴ کال په رارسېدو افغانستان کې د لوږې بحران

د مرستو کمېدل، پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او میندو زیاتېدنه

د یوې مرستندویه ادارې یو مسئول په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې د امریکا د مالي مرستو د کمښت له امله به افغان ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د افغان‌ناو د راپور پر بنسټ افغانستان کې د “لوږې پر وړاندې اقدام” مشر کوبي ریتفیلد خبریالانو ته ویلي: “که ماشومان چې پر خوارځواکۍ اخته دي، درملنه یې ونه شي، د هغوی د مرګ خطر ډېر لوړ دی.”

دا خبر وروسته له هغه خپور شوی چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د بهرنیو مرستو قراردادونه په ځانګړې توګه افغانستان ته ځانګړې شوې مرستې لغوه کړې. اوس مهال د افغانستان له نیمایي زیات خلک د ژوند کولو لپاره په بشري مرستو پورې تړلي دي.

د “لوږې پر وړاندې اقدام” سازمان د مارچ میاشتې په ترڅ کې د امریکا د بودیجې د ناڅاپي پرې کېدو له امله د امریکا تمویل شوې ټول فعالیتونه ودرول. دغه سازمان د خپل داخلي بودیجې په کارولو بدخشان ولایت او پلازمېنې کابل کې ځینې اړین خدمات وړاندې کول، خو دا خدمات هم اوس درېدلي دي.

کابل کې د دې سازمان د حاد سوء تغذیې درملنې ځانګړې څانګه اوس مهال خالي ده او ټاکل شوې چې دغه اونۍ وتړل شي. په دې مرکز کې هیڅ ناروغان نشته او د امریکا د مالي مرستو د قطع کېدو له امله د کارکوونکو قراردادونه هم فسخ شوي دي.

ریتفیلد ویلي: “که په حاد سوء تغذیه اخته ماشومان درملنه ترلاسه نه کړي، د هغوی د مرګ خطر ډېر لوړ دی. هېڅ ماشوم باید د سوء تغذیې له امله خپل ژوند له لاسه ورنه کړي. که موږ د لوږې پر وړاندې مبارزه ونه کړو، خلک به د لوږې له امله مړه شي. که روغتیایي پاملرنې ترلاسه نه کړي، د هغوی د مرګ خطر ډېر دی. دوی اوس مهال روغتیایي پاملرنه نه ترلاسه کوي او د دې په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.”

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button