ستاسې اند او نظرکورني خبرونه

د مرستو کمېدل، پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او میندو زیاتېدنه

ملګرو ملتونو ویلي چې د مرستو له کمېدو سره پر خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو او منیدو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېر له دریو میلیونو اوړي.

دا هغه شمېر دی چې نړیوالې مرستندویه ادارې یې اندېښمنې کړي دي.

د ملګرو ملتونو وړاندوینه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وايي چې په افغانستان کې لسګونو میلیونو کسانو ته د مرستو د بندیدو وروسته په دغه هیواد کې په روغتیايي مرکزونو کې په خوارځواکۍ د اخته شویو ماشومانو او میندو شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.

د خوړو د نړیوال پروګرام د خوارځواکۍ د برخې مشرې مونا شیخ د یو روغتیايي مرکز څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د ملګرو ملتونو دا اداره په افغانستان کې ۲۷۰۰ روغتیايي مرکزونو له لارې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو او میندو ته د درملنې لپاره ملاتړ برابروي.

نور ولولئ: د ۲۰۲۴ کال په رارسېدو افغانستان کې د لوږې بحران

نور ولولئ: د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د ژمي په رارسېدو د لوږې د کچې پر لوړوالي اندېښنه څرګنده کړې

د خوړو د نړیوال پروګرام د خوارځواکۍ د برخې مشرې ویلي دي چې تیر ۲۰۲۳ کال کې یې تمه لرله چې په افغانستان کې به ۸۰۰ زره میندواره او ماشومانو ته شیدې ورکوونکې میندې په خوارځواکۍ اخته شي، خو په روغتیايي مرکزونو کې دا شمیر ۱.۲ میلیونو ته لوړ شو.

malnourished
د مرستو کمېدل، پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او میندو زیاتېدنه

میرمن شیخ وویل: ” سږکال متاسفانه حتی له دې څخه لوړ شمیر ته په تمه یوو. د ماشومانو په اړه سږکال په افغانستان کې درې میلیونه ماشومان به په خوارځواکۍ اخته شي. ددې سره سره مونږ به ددغه شمیر یوازې د شاوخوا ۱.۶ میلیونو ته مرستې ورسولی شو.”

د مرستو کمېدو له امله په خوړو کې کموالی

د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام د دغې چارواکې د وینا له مخې د بودیجې د کمښت له امله دا اداره دې ته اړ شوې چې کورنیو ته ” د مهمو خوړو په راشن” کې کموالی راولي، چې دا کار د لا زیاتې خوارځواکۍ سبب ګرځي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې د بودیجې د کموالي له امله د هغو کسانو په شمیر کې چې دغه پروګرام ورته د خوړو مرستې برابرولې د ۱۵ میلیونو څخه پنځه میلیونو ته کموالی راوست .

ملګرو ملتونو ویلي چې لوږه او خوارځواکي لا هم په افغانستان کې په لوړه کچه کې ده او اټکل کیږي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې به ۱۵.۸ میلیونه وګړي د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button