سفر خبرونه

افغانستان ته له څلور سوه زره زیات افغان کډوالو راستنېدل

پاکستانۍ رسنۍ وايي چې تر دې دمه ۴۷۰.۹۹۹ بې اسناده افغانان خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ پر دوام؛ پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۸مه پورې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر ۴۷۰،۹۹۹ ته رسېدلی او لاهم دغه لړۍ روانه ده.

په راپور کې راغلي، چې همدا تېره ورځ ۶۰۳ افغانان چې ۱۷۶ تنه یې نارینه، ۱۳۵ ښځې او ۲۹۲ یې ماشومان وو خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

په پاکستان کې ۱.۷ میلیونه بې اسناده افغانان دي

راپور زیاته کړې، چې دغه ۷۶ کورنۍ په ۵۸ موټرو کې بېرته خپل هېواد ته ستنې کړای شوې دي.

تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو ویلي و، چې لاهم په دغه هېواد کې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوال پاتې دي.

د دوی په وینا، د دغو کډوالو د ستنېدا لړۍ په منظمه توګه روانه ده.

نور ولولئ: هېواد ته د ۳۲۷زره افغان کډوالو ستنېدل

نور ولولئ: ملګرو ملتونو پاکستان کې د افغان کډوالو تر منځ پر ویره اندېښنه وښوده

نور ولولئ: هېواد ته د ۳۲۷زره افغان کډوالو ستنېدل

خو تر دې وړاندې افغانستان ته له پاکستانه د جمعیت العلمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ تللي پلاوي ویلي و، چې د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړه سمه نه وه او په دې سره د افغان کډوالو ټول بشري حقونه له پامه غورځول شوي دي.

refugees1
انځور؛ افغان کډوال چې ستړي او لالهانده له پاکستانه افغانستان ته ستنېږي.

دغه پلاوي ویلي وو، چې په دې اړه هغوی پخوا هم د اعتراض غږ اوچت کړی او تر دې وروسته به هم د پاکستان له حکومت سره خبرې کوي، چې د دغو کډوالو په اېستلو کې له زغمه کار واخلي.

افغانستان ته د راستانه شوو کډوالو شکایتونه

دغه کډوال وايي چې له دوی سره تر سره شوي مرستې بسنه، نه کوي. طالبانو که څه هم ددوی لپاره کمیسیونونه جوړ کړي، خو پر دې سربېره لا هم کډوالو ته لومړنيو خدمات وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي.

راستانه شوې کډوال شکایت کوي چې دوی ته د سرپنا وعدې ورکړل شوي وې، خو تر اوسه دوی تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي او ورسره شوي مرستې د دوی د ژوند ستونزې نه شي هوارولی.

خو طالبان بیا وايي چې له دغه کډوالو سره د خوندیتوب او ستونزو ته د رسېدو په خاطر ورسره همکاري کېږي او هره ورځ دغه چارواکي د پلان له مخې دوی ته خدمات برابروي.

د یادونې وړ ده چې دغه جبري ایستل شوو کډوالو څخه د پاکستان دولت او امنیتي ادارو پیسې او پانګې هم ګرځولي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button