نړیوال خبرونه

افغانستان کې هدفي وژنې اوج ته رسېدلی

افغانستان کې هدفي وژنې اوج ته رسېدلی د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې دټارګټ کلنګ زیاتېدنې ولسي وګړي مشکلاتو سره مخ کړي، دوی وایي د لوګر ولایت مقام، او امنیه قومندانۍ ته په څو کیلو مټرۍ کې نږدې، خلک ټارګټ کيږي،

تر ډېره د امنیتي ادارو پورې اړوند کسان دي.د پل علم ښار ښار اوسېدونکي په دې ښار کې د هدفي او وسله والو وژنو د زیاتېدنې لامل د امنیتي ادارو تر منځ نه همغږي او د کشفي ارګانونو کمزوري ښیي.خو د لوګر ولایتي مسؤولین بیا وایي چې پل علم ښار کوچنی والی بولي، دوی د خلکو اندېښنې هم پر ځای ګڼي، خو وایي د مخنیوي په پار یې امنیتي ارګانونه جدي دي.او ډېر ژر به په دې اړه جدي اقدامات وکړي تر څو د امنیت ټينګ شي. او خلک امن کې وي.

د لوګر ولایت امنیتي چارواکي بیا دا کار د کشفي او استخباراتي ادارو بولي، چې پر وینا ی بایدو خپلو کې همغږي اوسي، په ګډه سره تصفیوي پلا ترتیب کړي او په ښار کې چېک پواینټونه زیات کړي.د لوګر امنیتي ارګانونو د شمېرو له مخې تېره اوونۍ پل علم ښار کې امنیتي ادارو پورې اړوند درې کسان ترور شوي دي.او لا هم دغه د خلکو ترور روان دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل وروسته، په ننګرهار، هرات، لوګر او زیات شمېر ولایتونو کې د هدفي او وسله والو وژنو، غلاوو او جنایي پېښو ګراف لوړ شوی دی.په کابل ښار کې په رڼا ورځ غله له موټرو خلک ښکته کوي، پیسې او مبایلونه یې اخلي او یا یې د قیمتي توکو لپاره وژني.او نورې غلاوې هم ترینه کيږي.او هره ورځ نور هم زیاتیږي.

افغانستان کې هدفي وژنې اوج ته رسېدلی
افغانستان کې هدفي وژنې اوج ته رسېدلی

کابل ښاریان وایي، له کوره په ډاډه زړه نه شي را وتلی او هره شېبه ورسره د غلو او وسله والو وېره وي چې ترور یې نه کړي.د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست په تازه وختونو کې پولیسو ته امر کړی چې د غلو او مجرمانو په لیدو سره درېغ ونه کوي او مستقیماً یې وولي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button