د افغانستان حکومت د طالبانو سره خبرو لپاره مرکچي پلاوۍ وټاکه د افغانستان دولت یو ۲۰ کسيزه پلاوي لسټ جاري کړۍ دولت له طالبانو دپلاوى مشري د ملي امنيت پخواني رييس معصوم ستانکزۍ کوي. .
یاد لست کې معصوم ستانکزي پرته ذکيه وردګ، ډاکټر شهلا فريد، محمد ناطقي، محمد حفيظ منصور، نادر نادري، عبدالمتين بېک، عنايت الله بليخ، غېرت بهير، حبيبه سرابي، زېنب موحد، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغنديوال، شريفه زرمتۍ، جنرال ايوب انصاري، باتور دوستم، ډاکټر رسول طالب، کليم الله نقيبي، خالد نور او ډاکټر امين احمدي شامل دي.
دغه پلاوى به له طالبانو سره په بېن الافغاني مذاکراتو کې د افغان حکومت په استازولۍ خبرې کوي.
د يادولو ده چې نن د طالبانو او افغان حکومت د پلاويو ترمنځ خبرې هم شوې دي، چې ويل کېږي د روانې مياشتې په ٣١مه نېټه به د طالب زندانيانو د خوشې کولو لړۍ رسماً پيل شي.
د دغه بنديانو د خوشې کولو پر مهال به د طالبانو يو پلاوى هم په بګرام کې حضور ولري، تر څو د زندانيانو شهرت تصديق کړي.