افغان دولت لویه جرګه رابلي

ځړول شوی:اگست 3, 2020 لخوا ځړول شوی:امېل تبصرې:0

افغان دولت لویه جرګه رابلي افغان حکومت روانه هفته د زمري ١٧مه نېټه د مشورتي لویې جرګې د رابللو ته چمتوالۍ نیسي، دولت غواړي چې د ۴۰۰ طالب بندیانو باندې ملت استازي هم خپل نظر څرګند کړي،

جمهور ریس غني داختر په اوله ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اختر په مناسبت په وینا کې وویل چې د طالبانو ٤٦٠٠ بندیان یې خوشې کړي او د پاتې ٤٠٠ درنو جرمونو طالب بندیان په اړه به ولس پرېکړه کوي.ولسمشر د درنو جرمونو طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو د ولس نه د مشورې اخیستلو او په دې اړه د ولس پرېکړې کولو لپاره د لویې مشورتي جرګې رابللو خبره کړې وه.

جمهور ریس غني ویلي وو، د زیس جمهور په توګه د افغانستان اساسي قانون او د جزا قانون هېڅ کومه ماده د درنو مجرمینو د ازادولو اجازه نه ورکوي، نوموړي همدازاز ویلي وو د طالبانو له خوا د بندیانو د ورکړل شوي لست پرته به نور طالب بندیان هم ازاد کړي چې په دې سره به یې د ازادو شویو طالبانو شمېر ٥١٠٠ ته ورسیږي او دا د سولې لپاره د افغان حکومت ښکاره دریځ او پاک نیت دی.

دا په داسې حال کې د درنو جرمونو طالب بندیانو له ازادولو سره نړیواله ټولنه هم مخالفه ده او افغان ولس او په ځانګړې توګه د طالبانو د جګړو او بریدونو قربانیان هم نه غواړي شې د سختو جرمونو طالبان دې وبخښل شي او ازاد دې شي.

د افغان دولت او طالبانو ترمابین د غټ اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند هم پای ته ورسېد، افغان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو د پیل تر وخته له طالبانو د اوربند د تمدید غوښتنه کوي خو د طالبانو له لوري بیا تر اوسه د تمدید په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو ډلې د اوربند په موده کې هم د افغانستان په پنځو ولایتونو کې له اوربند وعده ېې پوره نکړه او بریدونه یې وکړل په ځینو ولایتونو کې یې هدفي وژنې هم ترسره کړې.دولت د طالبانو له لوري د ور سپارل شوي نوملړ له مخې د پاتې طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره داسې مهال مشورتي لویه جرګه را بولي، چې دواړه لوري د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په درشل کې دي.

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید دولت او طالبان دواړه لورې دې ته اړ شي او یو داسې پلان جوړ کړي چې له امله ېې افغانستان سولې ته ورسيږي. ځکه افغانستان د دې نه وړاندې هم په ډېره لانجو او مشکلاتو اخته دۍ نو باید ټولې خواوې دې مملکت خداداد لپاره کار وکړي او افغانستان يه ځان بسیا هم کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *