افغان سیاسیون او طالب مشرانو تهران کې پر افغان سوله خبرې کړي
افغان سیاسیون او طالب مشرانو تهران کې پر افغان سوله خبرې کړي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ایران په رسمي بلنه تهران ته د یوه طالب پلاوي د سفر خبر ورکوي.دواړه پلاوي د ایران په بلنه دغه هېواد ته تللي.
د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» رسنیو ته په لېږلي پيغام کې لیکلي، چې د طالبانو پلاوی به له ایراني چارواکو سره په اړوندو او دوه اړخیزو موضوعاتو وغږېږي او تر څنګ به یې له یو شمېر افغان سیاسیونو سره تفاهمي ناسته ولري.د هغه پر وینا نن له ځينو افغاني شخصيتونو سره هم يوه تفاهمي ناسته کیږي په ناسته کې به د هېواد د روان وضعيت او د خبرو اترو له لارې د ستونزو دهواري په موخه بحث او د نظر تبادله شي.
ورته وخت یو شمېر خبري سرچینې وایي، چې د جمعیت ګوند د مرکزي شورا د غړي «یونس قانوني» په مشرۍ د حکومت او سیاسیونو یو پلاوی هم له کابله ایران ته تللی ، تر څو هلته له طالبانو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.
د سرچینې په حواله، په دې پلاوي کې د یونس قانوني تر څنګ د اشرف غني سلاکار «سلام رحیمي»، پخواني حکومت مشر حامد کرزي ته نږدې کسان عبدالکریم خرم او ارشاد احمدي، د حزب وحدت ګوند استازی «ظاهر وحدت» او د جنبش ګوند استازی «محمدالله بتاش» هم شته.
دغه سفر داسې مهال دی، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده، خو په قطر کې د افغان سولې خبرې تر بل هر وخت ورو پر مخ ځي.طالبان حکومت تورنوي، چې مذاکراتو ته لیوالتیا نه لري او حکومت بیا پر طالبانو غږ کوي، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرو ته را وګرځي.