لوبېلوبې خبرونه

افغان لوبډله د کرکټ له اسیا کپ سیالیو بهر شوه

افغان لوبډله د ۲۰۲۳ کال د اسیا کپ له یو ورځینو سیالیو وویستل شوه

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې او شري لنکا تر منځ د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو لوبو اسیا جام سیالیو په لړ کې لوبه شري لنکا د دوو منډو په توپير وګټله.

شري لنکا لوبډلې په ټاکل شویو پنځوسو اوروونو کې د اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره افغان لوبډلې ته ۲۹۲ منډې هدف وټاکه او افغان لوبډلې بیا د ټولو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۲۸۹ منډې وکړې.

نور ولولئ: افغان کرکټ ملي لوبډله اسیا کپ سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته لاړه

د شري لنکا لوبډلمشر د نن لوبې پچه یا ټاس وګاټه او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

د افغان لوبغاړو حیرانوونکې لوبه

محمد نبي په حیرانونکي توګه لوبه د افغانستان په ګټه وڅرخوله. نوموړي په د ۲۳ توپونو له لوبولو وروسته ۶۵ چټکې منډې وکړې.

د محمد نبي د چټکې لوبې پرمټ د افغان لوبډ‌لې لپاره هغه هدف ته رسېدل شوني معلومېدل چې ۲۹۲ منډې باید په ۳۷ اعشاریه یو اوور کې پوره کړي، خو له هغه وروسته افغان لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل او نه یوازې هغه هدف ته و نه رسېدل، بلکې لوبه یې هم بایلوده.

له دې مخکې رحمان الله ګربز په ۴ ابراهیم ځدراڼ په ۷ او ګلبدین نایب په ۲۲ منډو اوټ شول.

نور ولولئ: افغان لوبډلې بنګله دېش ته په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه

د شري لنکا لوبغاړو ترمنځ کسال منډیس تر ټولو ډېر ۹۲ منډې وکړې او د راشد خان له خوا اوټ شو. راشد خان دوه نور لوبغاړي هم وسوځول.

د افغان لوبغاړو توپ اچونه هم د پام وړ وه

ګلبدین نایب نن په توپ اچونه کې ښه ثابت شو او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي یې وسوځول. مجیب الرحمن هم یو لوبغاړی اوټ کړ.

د شری لنکا لومړی لوبغاړی ډیموت کرونارټني ګلبدین نایب اوټ کړ. هغه ۳۲ تېزې منډې کړې وې چې شپږ پکې څلوریزې وې.

تر اوسه هند، پاکستان او بنګله دېش د اسیایي جام لوبو دویم پړاو ته لار موندلې، تر نننۍ لوبې وروسته به معلومه شي چې افغانستان کې شري لنکا دویم پړاو یا په څلور غوره لوبډلو کې راځي.‌

سره له دې چې افغان لوبغاړو پوره هڅه وکړه تر څو شریلنکا ته ماته ورکړي، خو په اخرو کې ونه توانېدل چې په دریو بالونو دوه منډې پوره او مخکې تګ ته چانس پیدا کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button