هیلري کلنټن :افغان مېرمنې باید سولې خبرو کې سهم واخلي

هیلري کلنټن :افغان مېرمنې باید سولې خبرو کې سهم واخلي

دا غونډه پ په ملګرو ملتونو کې د برتانیا او افغانستان د استازولیو له لوري جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د افغانستان د ښځینه فعالانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازو ګډون درلود.

مېرمن کلېنټن وویل، د سولې په بهیر کې د ښځو نه ګډون “نه یوازې له اخلاقي پلوه سم نه دی، بلکې خطرناک هم دی. د ټولو هېوادونو لپاره چې استازي یې دلته راغلي خطرناک دی. دا اجازه باید ورنه کړو چې له مېرمنو سره امرانه چلن وکړي، افغان مېرمنو اوس دومره پرمختګ کړی، د خبرو پرهغه مېز چې د دوی د حقونو په اړه پکې پرېکړه کېږي ونه ایستل شي.”

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیرې عادله راز هم دې ناسته کې ګډون درلود او ویل یې په ټولنه کې د افغان مېرمنو حقونه او د دوی دریځ د سیاسي کړکېچ قرباني شوی.

مېرمن راز زیاته کړه: “افغان مېرمنې تېر ته په کتو پوه دي او نه غواړي خپل راتلونکی په خطر کې واچوي. په دې حساس پړاو کې زه د خپل هېواد او افغان مېرمنو په اړه د نړيوالو ملاتړو همکارۍ ته اړتیا لرم.”

په ورته وخت کې، مېرمن کلېنټن هم وویل، که افغان مېرمنې څنډې ته شي، د سولې تل پاتې بهیر به روښانه نه وي. د ښځو له ګډون پرته هېڅ یوه سوله به تلپاتې نه وي.

همدارنګه هغې یادونه وکړه چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال نه یوازې افغان ښځې له ښوونځیو محرومې وې، بلکې له کوره بهر دندو ته هم نه پرېښودل کېدې، خو اوس” له درې نیم میلیون څخه زیاتې نجونې په زدکړو بوختې دي او سل زره د افغانستان په پوهنتونو کې په تحصیل لګیا دي. افغان مېرمنې په دولت کې په مهمو پوسټونو کار کوي، دوی د پارلمان غړې دي، وزیره او قاضۍ هم دوی کې شته.”

د امریکا د بهرنو چارو پخوانۍ وزیرې همدارنګه وویل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل باید مشروط ځکه وي چې طالبان باید په خپلو ژمنو عمل وکړي او دوی باید هغه پام وړ بدلونونه چې اوس په افغانستان کې ترسترګو کېږي په رسمیت وپېژني، د افغانستان اساسي قانون منلو ته دې چمتو اوسي او له تاوتریخوالي دې لاس واخلي.

په ملګرو ملتونو کې د برتانیا سفیر کارن پیرس هم په دې غونډه کې وویل، د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه د افغانستان امنیت او ثبات لپاره مهمه ده.

د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولاغني هم له کابله د یوه ویډیوي پیغام له لارې په دې ناسته کې ګډون درلود وویل، افغانستان یوه ازاده ټولنه ده چېرې چې خلک خپل بشپړ حقونه لري او خپل مسوولیتونه پېژني.

هغې زیاته کړه، د سولې په بهیر کې به داسې پرېکړه نه کېږي چې د افغان مېرمنو او افغانانو له بپړ ملاتړه به بې برخې وي.

هیلري کلېنټن د ملګرو ملتونو د سازمان په غونډه کې ټینګار وکړ: ”هره پېښه چې کېږي، پوهېږئ تاسو په ټوله نړۍ کې ملګري او ملاتړي لرئ، تاسو سره به خبرې وکړو او په ستونزمن حالت کې له تاسو سره یو. موږ به ستاسو قربانۍ هېرې نه کړو، چوپ به پاتې نه شو او دا لاره به په ګډه ووهو.”

دا چې د سولې په لړ کې امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه وکړه ډېری فعالانو د طالبانو د بېرته ستنېدو او د ښځو د حقونو محدودېدو ته اندېښمن دي؛ ځکه طالبان د خپلې واکمنۍ پر مهال د ښځو پر وړاندې سخت قوانین درلودل او ددې له لوري د ښځو د حقونو سرغړونې په تړاو ډېری راپورونه خپاره شوي دي.

اشتراک در
اطلاع از
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments