افغان پوست؛ خدمات یې تر ۱۹۲ هېوادونو رسېږي، خو کومې ستونزې لري؟

افغان پوست د خپلو کورنیو او نړیوالو خدمتونو د پراختیا خبر ورکوي، خو له افغانستانه د مستقیمو الوتنو نشتوالی لا هم د لیکونو، پارسلونو او سوداګریزو توکو د لېږد پر وړاندې لوی خنډ بلل کېږي.
د بي بي سي پښتو د راپور له مخې، د پوست نړیوالې ورځې په مناسبت د دې ادارې چارواکو ویلي چې په وروستیو کلونو کې یې د خدمتونو ساحه پراخه شوې او د چارو ډېره برخه یې کمپیوټري کړې ده.
د اکتوبر نهمه هر کال د پوست د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. د دې ورځې موخه د خلکو ترمنځ د اړیکو، سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره د پوستي خدمتونو د اهمیت روښانه کول دي.

افغان پوست کوم خدمات وړاندې کوي؟
د طالبانو تر واک لاندې د دولتي شرکتونو لوی ریاست وايي، دغه اداره د افغانستان په ۳۴۰ ولسوالیو کې ۴۴۱ فعالې استازولۍ لري او د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته پوستي خدمتونه وړاندې کوي.
په دې خدمتونو کې د لیکونو، رسمي اسنادو، پارسلونو او سوداګریزو توکو لېږد شامل دی.
د یاد ریاست ویاند محمد نبي بهار بي بي سي ته ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د پوستي خدمتونو شمېر د تېرو کلونو په پرتله زیات شوی و.
د هغه په وینا، په تېر کال کې دننه له پنځو میلیونو ډېر پوستي خدمتونه ترسره شوي او له افغانستانه بهر د خدمتونو شمېر له پنځو زرو اوښتی دی.
چارواکي وايي، د ادارې خدمتونه له نړیوالو معیارونو سره د برابرولو هڅې روانې دي.

د پاسپورټونو او رسمي اسنادو کور ته رسول
د ادارې په کورنیو خدمتونو کې د تذکرو، پاسپورټونو، دولتي مکتوبونو او شهادتنامو رسول هم شامل دي.
د چارواکو په وینا، اوس مهال په څو ولایتونو کې د پاسپورټونو کور ته د رسولو خدمت وړاندې کېږي او پلان لري چې دا اسانتیا نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
د پاسپورټ کور ته رسول اختیاري دي او هغه کسان چې له دې خدمت څخه ګټه اخلي، ۱۰۰ افغانۍ فیس ورکوي.
چارواکي وايي، دغه خدمت د دې لپاره پیل شوی چې خلک د خپلو اسنادو د ترلاسه کولو لپاره اړ نه شي څو ځله اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي.
د پوستي خدمتونو کمپیوټري کېدل
د دولتي شرکتونو لوی ریاست د معلوماتو له مخې، د ادارې شاوخوا ۸۵ سلنه چارې په عصري او کمپیوټري بڼه ترسره کېږي.
دغه ریاست وايي، په ټول هېواد کې یې د پوستي کوډونو سیستم هم جوړ کړی دی. خلک کولای شي د ادارې د وېبپاڼې له لارې د خپلې سیمې پوستي کوډ ترلاسه کړي.
همدارنګه، د کورنیو او نړیوالو پارسلونو لپاره د «Track & Trace» یا د لېږد د څار سیستم فعال دی چې له لارې یې د استول شویو توکو د رسېدو وضعیت معلومېدای شي. افغان پوست
د پتو ډیجیټلي کول، د خدمتونو کیفیت لوړول او له نړیوالو پوستي شبکو سره د اړیکو پراخول د ادارې له نورو لومړیتوبونو څخه دي.
د مستقیمو الوتنو نشتوالی؛ د نړیوالو خدمتونو لویه ستونزه
د دولتي شرکتونو لوی ریاست مني چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته د مستقیمو الوتنو نشتوالي نړیوال پوستي او کارګو خدمتونه اغېزمن کړي دي.
د دغه ریاست ویاند محمد نبي بهار ویلي، د دې ستونزې د کمولو لپاره له نړیوالو شرکتونو سره همغږي کوي، څو لیکونه او سوداګریز توکي بهرنیو هېوادونو ته ولېږدول شي.
د چارواکو په وینا، په متحده عربي اماراتو کې له یو شمېر نړیوالو شرکتونو سره خبرې روانې دي او هڅه کوي داسې تړونونه ورسره وکړي چې د توکو لېږد خوندي، چټک او پراخ شي.
په افغانستان کې د یو پي اېس اېکسپو کارګو شرکت مسوول محراب ګل مخلص هم بي بي سي ته ویلي چې د نړیوالو شرکتونو د استازولیو پرانیستل به د کارګو په برخه کې د شته ستونزو له هواري سره مرسته وکړي. افغان پوست
هغه ویلي، خصوصي شرکتونه د ځینو هغو کورنیو پوستي خدمتونو د ترسره کولو جواز نه لري چې دولتي پوستي اداره یې وړاندې کوي.
د راپور له مخې، په افغانستان کې سلګونه خصوصي شرکتونه د کارګو او بهرنیو لېږدونو په برخه کې فعالیت کوي.

د لرو پرتو سیمو لپاره نوې اسانتیاوې
د دولتي شرکتونو لوی ریاست وايي، په تېرو کلونو کې یې د ترانسپورت، لوژستیک، د لویو لارو د امنیت، عصري وسایلو او روزل شویو کارکوونکو په برخه کې یو شمېر ستونزې هوارې کړې دي. افغان پوست افغان پوست
د دغه ریاست په وینا، لرو پرتو سیمو ته د پوستي خدمتونو د رسولو لپاره پوسترسوونکو ته موټرسایکلونه هم ورکړل شوي دي.
خو د نړیوالو لېږدونو ستونزې لا نه دي بشپړې هوارې شوې او اداره هڅه کوي د بهرنیو شرکتونو په همکارۍ یې کمې کړي.
د پوستي خدمتونو د کارپوهانو په باور، دقیقې پتې، مناسب ترانسپورت، خوندي لېږد، مسلکي کارکوونکي او عصري ټکنالوژي د پارسلونو د رسېدو وخت راکموي او د ورکېدو مخه یې نیسي. افغان پوست
دغه اسانتیاوې د خلکو د باور په زیاتولو او د سوداګریزو فعالیتونو په پراختیا کې هم مهم رول لرلای شي.
د افغانستان د پوستي خدمتونو مخینه
په افغانستان کې د پوستي خدمتونو بنسټ په ۱۸۷۰ میلادي کال کې د امیر شیرعلي خان د واکمنۍ پر مهال کېښودل شو.
افغانستان په ۱۹۲۸ میلادي کال کې د پوست نړیوالې اتحادیې رسمي غړیتوب ترلاسه کړ او وروسته د اسیا او ارام سمندر سیمې د پوستي اتحادیې غړی هم شو.
د پوست نړیواله ورځ له ۱۹۶۹ کال راهیسې د اکتوبر پر نهمه لمانځل کېږي. په نړۍ کې هره ورځ میلیونونه لیکونه او پارسلونه د پوستي شبکو له لارې لېږدول کېږي او دې برخې میلیونونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي. افغان پوست
افغان پوست وايي، د کورنیو خدمتونو پراختیا، د نړیوالو اړیکو پیاوړتیا او د لېږد د بهیر چټکتیا یې مهمې موخې دي، خو د دغو پلانونو بشپړ عملي کېدل له نړیوالو ترانسپورتي اسانتیاوو او همکارۍ سره تړاو لري. افغان پوست



