لوبې خبرونه

افغان کرکټ ملي لوبډلې سري لنکا ته په دریمه ۲۰اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

افغان کرکټ ملي لوبډلې د سري لنکا پر وړاندې له څو لوبو بایللو وروسته نن په دریمه ۲۰اوریزه لوبه کې سري لنکا ماته کړه

په دې وروستۍ لوبه کې افغان توپوهونکو وکړای شول چې د سري لنکا په د تکړه توپ اچوونکو په مقابل کې ښه توپوهنه ترسره کړي او یادې لوبډلې ته یو ښه هدف ورکړي.

افغان کرېکټ ملي لوبډله له خپلې سیالې شري لنکا لوبډلې سره خپله ورستۍ او درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې شري لنکا لوبډلې ته په درې منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه لومړی افغان لوري وګټله

افغان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ د لوبې پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه. افغان لوبډلې د توپوهنې په برخه کې ښه فیصله وه او ټولو توپوهونکو غوره او زړه وره لوبه وکړه.

افغان لوبډلې په نننۍ سیالۍ کې د ټولو شل اورونو له لوبې وروسته پنځه وېکټې له لاسه ورکړې، ۲۰۹ منډې یې وکړې او شري لنکا لوبډلې ته یې د ۲۱۰ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ: د افغان کرکټ ملي لوبډلې او سري لنکا تر منځ لوبو ته کتنه

نور ولولئ: افغان کرکټ ملي لوبډلې دویمه ۵۰اوریزه لوبه هم سري لنکا ته وبایلله

نور ولولئ: د افغانستان او سري لنکا تر منځ ټېسټ لوبه په دویمه ورځ پلازمېنه کولمبو کې پیل شوه

خو شري لنکا لوبډلې د شپږ وېکټو له لاسه ورکولو وروسته د ۲۰م اوور په وروستي توپ ۲۰۶ منډې وکړې او په درې منډو یې لوبه بایلوده.

cricket1
افغان لوبډله

د یادونې ده، چې په پرلپسې نهو نړیوالو لوبو کې له ماتو وروسته افغانستان نن شل اوریزه لوبه وګټله.

په لوبډله کې د بدلون رامنځته کول

په نننۍ لوبډله کې ځینې بدلونونه راغلي وو. د دغې لوبلړۍ په بهیر کې په لومړي ځل محمد اسحق او وفادار مومند ته ځای ورکول شوی و، دغه راز د ګلبدین نایب پر ځای فرید ملک لوبډله کې شامل کړای شوی و.

افغانستان لوبه چټکه پیل کړه او په لومړیو شپږو اوورونو (پاور پلې) کې یې ۷۲ منډې وکړې.

رحمان الله ګربز د افغانستان له لوري تر ټولو ډېرې ۷۰ منډې وکړې ورپسې حضرت الله ځاځی و، چې له ۲۲ توپونو یې ۴۵ منډې ترلاسه کړې.

425312589 909853764478023 1466892120363327109 n
محمد نبي عیسی خېل

افغانستان د شل اوریزو لوبو دوه سیالۍ وار دمخه بایللي دي. افغان لوبډلې دغه راز د یو ورځنیو لوبو لړۍ او یوازنۍ ټېسټ لوبه هم شري لنکا ته وبایللې.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې افغان لوبډلې په هغه ډول لاسته راوړنې نه درلودې، لکه څنګه چې یې افغانانو تمه درلوده، خو پر دې ټولو سربېره بیا هم افغان لوبډلې له دې وړاندې له هند سره غوره لوبې ترسره کړي چې په یوه لوبه کې دوه وارې خبره تر سوپر اوور پورې لاړه، خو بیا د هند د خپل ځان په ګټه کړې وه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button