افغان کډوال؛ د ایران او ترکیې پر پوله د اتو کسانو مړي کابل ته لېږدول شوي

افغان کډوال؛ د ایران او ترکیې پولې ته نږدې د اتو مړه شویو افغانانو جسدونه کابل ته لېږدول شوي، خو د مړینې دقیق لامل یې لا نه دی څرګند.
د ترکیې اخلاص خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د هغو اتو کسانو مړي کابل ته لېږدول شوي چې افغان کډوال وو او څو اوونۍ وړاندې د ایران او ترکیې پولې ته نږدې مړه موندل شوي وو.
د دغه اژانس د راپور له مخې، د دغو کسانو مړي د نومبر په اوومه د ترکیې د وان ولایت د اوزالپ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سړک پر غاړه موندل شوي وو.
ترکي چارواکو ویلي چې دغه اته کسان ټول نارینه وو او مړي یې د ایران له پولې شاوخوا درې کیلومتره لرې موندل شوي دي.
افغان کډوال؛ د اتو کسانو د مړینې په اړه څېړنې
د ترکیې د ژاندارمري ځواکونو د معلوماتو له مخې، د دغو کسانو مړي تر موندل کېدو وروسته د طبي او عدلي معایناتو لپاره د وان ولایت د عدلي طب مرکز ته لېږدول شوي وو.
لومړنیو څېړنو ښودلې چې دغه کسان له ایران څخه په ناقانونه توګه د ترکیې خاورې ته داخل شوي وو.
اخلاص خبري اژانس لیکلي چې د دغو اتو کسانو د مړینې دقیق لامل به په استانبول کې د نورو طبي او عدلي معایناتو د پایلو له څرګندېدو وروسته معلوم شي.
د راپور له مخې، د دغو افغانانو د هویت تر تثبیت وروسته یې مړي د الوتکې له لارې کابل ته لېږدول شوي دي.
تر دې یوه اوونۍ وړاندې هم د څلورو نورو افغانانو مړي کابل ته لېږدول شوي وو چې د نومبر په ۱۸مه په سمنګان ولایت کې خاورو ته وسپارل شول.
له دغو څلورو کسانو سره په سفر کې یوه ملګري، ذبیحالله، سیمهییزې راډیو «رستم نوین» ته ویلي وو چې ترکي پولیسو د دغو ځوانانو ټیلیفونونه مات کړي، جامې یې ترې ایستلې او وهلي یې دي.
نوموړي ادعا کړې چې دغه کسان تر وهلو ډبولو وروسته ایران ته شړل شوي وو او هلته مړه شوي دي.
د دغو ادعاوو په اړه د ترکیې د چارواکو غبرګون په خپاره شوي راپور کې نه دی راغلی.
له ترکیې څخه افغانستان ته د کډوالو ستنول
اخلاص خبري اژانس دغه راز راپور ورکړی چې په وان ولایت کې یو شمېر افغان کډوال تر نیول کېدو وروسته د اریانا افغان هوايي شرکت په الوتکو کې افغانستان ته ستانه شوي دي. افغان کډوال
دغه کسان تر نیول کېدو وروسته د قانوني او اداري چارو د بشپړولو لپاره د وان ولایت د کډوالۍ ادارې اړوند د کډوالو د ایستلو مرکز ته لېږدول شوي وو.
سرچینې زیاته کړې چې د اداري پړاوونو تر بشپړېدو وروسته دغه کسان د وان ولایت له فریت مېلن هوايي ډګر څخه افغانستان ته ولېږدول شول.



