د ښځو ستونزو ته رسېدنه؛ وزارت د ۴۸۵ قضیو د هواري خبر ورکړی
د ښځو ستونزو ته رسېدنه؛ د امر بالمعروف وزارت وايي، د لړم په میاشت کې یې د ښځو د حقونو اړوند ۴۸۵ قضیې څېړلې او هوارې کړې دي.
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د ښځو ستونزو ته رسېدنه یې د خپلو فعالیتونو په ترڅ کې کړې او د روان لمریز کال په لړم میاشت کې یې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۴۸۵ قضیې څېړلې او هوارې کړې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په ثبت شویو قضیو کې جبري ودونه، له میراثه د ښځو بېبرخې کول، مهر، نفقه، طلاق، په بدو کې د نجونو ورکول او له ښځو سره ناوړه چلند شامل دي.
وزارت ویلي چې د دغو قضیو د حل لپاره یې د اسلامي شریعت له احکامو سره سم اقدامات کړي دي.
د ښځو ستونزو ته رسېدنه او د قضیو ډولونه
د امر بالمعروف وزارت په وینا، د یادو قضیو د څېړلو او هوارولو موخه د ښځو د شرعي حقونو خوندي کول او د کورنیو ترمنځ د شخړو پای ته رسول دي.
جبري ودونه او په بدو کې د نجونو ورکول هغه دودونه دي چې له امله یې ښځې او نجونې له ګڼو کورنیو او ټولنیزو ستونزو سره مخ کېدای شي.
همدارنګه، د میراث، مهر او نفقې نه ورکړه د ښځو پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز لرلای شي.
د کورنیو شخړو هواری او د ښځو حقونه
وزارت زیاتوي چې د ښځو ستونزو ته رسېدنه د هغوی د شرعي حقونو د خوندیتوب ترڅنګ، د کورنیو اختلافاتو د هواري په موخه ترسره کېږي.
خو وزارت دا نه دي روښانه کړي چې له یادو ۴۸۵ قضیو څخه څومره یې په جبري ودونو، میراث، نفقې او نورو ستونزو پورې تړاو لري.
د دغو قضیو د هواري د څرنګوالي او د اغېزمنو ښځو د رضایت په اړه هم جزئیات نه دي وړاندې شوي.



