تازه خبر: له پاکستان او ایران څخه ۷۴ کورنۍ افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شول

د مهاجرینو عالي کمېسیون وايي چې پرون د کب په ۲۰مه، له پاکستان او ایران څخه ۷۴ کورنۍ افغان کډوال د سپین بولدک، نیمروز او هرات له لارو هېواد ته راستانه شوي او مرستې ورسره شوې دي.
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) له پاکستان او ایران څخه ۷۴ کورنۍ افغان کډوال په داوطلبانه ډول خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون د دارالانشاء له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه افغان کډوال د هېواد له درېیو مهمو پولو څخه داخل شوي دي. په جزیاتو کې ویل شوي چې د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۱۴ کورنۍ، د نیمروز ولایت د ورېښمو پُل له لارې ۲۵ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۳۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
له راستنېدونکو سره مرستې او خدمات
د رسمي معلوماتو له مخې، پرون نه یوازې دا چې د نویو راغلو کورنیو ثبت او راجستر ترسره شو، بلکې له یو شمېر کورنیو سره په بېلابېلو ولایتونو کې نغدي او مادي مرستې هم وشوې. په سپین بولدک کې له ۱۱ کورنیو، په هرات کې له ۳۵ کورنیو، په نیمروز کې له ۵ کورنیو او په کابل کې له ۲ کورنیو سره لازمې مرستې ترسره شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دغه نېټه ټولټال ۳۱۶ تنه افغان کډوال او د هغوی د کورنۍ غړي په رسمي ډول ثبت شوي او ترڅنګ یې د نیمروز له لارې ۷۲۸ نور مسافر هم هېواد ته رالېږدېدلي دي.
عامه پوهاوی او اسانتیاوې
راستنو شویو کورنیو ته د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د ثبت او لېږد له پروسې وروسته، د مالي مرستو او لنډمهاله مېشتېدنې په اړه معلومات ورکړل شول. همدارنګه، دغو هېوادوالو ته د اسلامي نظام، صبر او زغم، او د ماشومانو د ښوونې او روزنې د ارزښت په اړه ګټورې لارښوونې وشوې. د اړیکو د اسانتیا لپاره پر راستنو شویو کورنیو ټولټال ۱۸ سیمکارتونه هم ووېشل شول.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوال د راستنېدو لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې او حکومت هڅه کوي راستنېدونکو ته لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړي.



