لوبې خبرونه

افغان ۱۹کلنه کرکټ ملي لوبډله به د هند له لوبډلې سره لوبېږي

د افغانسان ۱۹کلنه کرکټ لوبډله به په سویلې افریقا کې نن د هند لوبډلې سره لوبه ولري

تېره ورځ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې هم له متحده عربي اماراتو د شل اوریزو لوبو سریز خپل کړ.

د افغانستان ۱۹کلنه کرېکټ ملي لوبډله د سوېلي‌افریقا په کوربه‌توب د درې اړخیزې لوبلړۍ د سیالیو په لړ کې نن د هند ۱۹کلنې کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن «پنج‌شنبه، مرغومې ۱۴مه» د سوېلي‌افریقا د جهانس‌بورګ په اولډ اېډوارډینس کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د هند او افغان ۱۹ کلنو تر منځ تر شوې لوبې

افغانستان په یاده لوبلړۍ کې تر دې مهاله دوه لوبې کړي چې هند ته یې بایللې او کوربه‌ سوېلي‌افریقا ته یې بیا په یوې په زړه پورې لوبه کې ماته ورکړې ده.

نور ولولئ: کرکټ؛ د اماراتو پر وړاندې د رحمن الله ګربر جادوګره لوبه

نور ولولئ: کرکټ؛ افغانستان عربي اماراتو ته دویمه ۲۰اوریزه لوبه وبایلله

نور ولولئ: کرکټ؛ افغان لوبډلې له اماراتو ۲۰اوریز سریز په خپل نوم کړ

افغانستان به له  یادې لوبې وروسته د جنورۍ په اتمه له سوېلي‌افریقا سره لوبه وکړي. د جدول د سر دوه لوبډلې به د دې درې اړخیزې لوبلړۍ پای‌لوبې ته لاره پیدا کوي.

د روانې جنورۍ په لسمه به د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ پای‌لوبه وشي.

په یادو لوبډلو کې د افغان لوبډلې مقام

افغانستان دا مهال په یوې بریا او یوې ماتې سره دویم ځای کې شتون لري. هند په دوو بریاوو سره لومړی او کوربه‌ سوېلي‌افریقا بیا په دوو ماتو سره د جدول وروستي ځای کې دی.

د افغانستان له ۱۹ کالونو څخه د کم عمر لرونکې ملي لوبډلې لوبغاړي الله‌محمد غضنفر تر دې مهاله په دوو سیالیو کې شپږ او عرب‌ګل څلور وېکټې اخیستي چې د ډېرو وېکټ اخیستونکو لوبغاړو د جدول په دویم او درېیم ځایونو کې دي.

د هند سومي پانډې بیا په کړیو دوو سیالیو کې تر دې مهاله نهه وې

کټې اخیستي او د جدول په سر کې دی.

416545676 874685384661528 6929398367704049390 n
د افغانستان کرکټ له لوري د ۱۹ کلنې لوبډلې اعلان شوي سکواډ انځور

حسن عیسي‌خېل بیا تر دې مهاله د افغانستان لپاره ډېرې منډې جوړې کړي او د درې اړخیزې لوبلړۍ د توپ‌وهونکو د جدول په څلورم ځای کې شتون لري. هغه په دوو سیالیو کې ۸۵ منډې جوړې کړي چې یوه لوبه یې ډېرې منډې ۵۴ دي.

پر دې سربېره افغان لوبغاړي ډېر ستایل کېږي او کله چې د افغانستان کرکټ بورډ پر نوین الحق، مجیب الرحمن ځدراڼ او فضل فاروقي بندیزونه ولګول، نو دغه بورډ د زیات شمېر افغان تر شک لاندې راغی او اکثره یې زیاتوي چې په بورډ کې د ننه فساد شتون لري او ځینې خود غرضه کسان باید ترې لرې شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button