سیمه

المرصاد: اسلام اباد د خپلو ګټو په خاطر چین د سیمې نیابتي جګړو ته راکاږي

طالبانو ته منسوبه المرصاد رسنۍ وايي، اسلام اباد هڅه کوي چې چین د سیمې په نیابتي جګړو کې راښکېل کړي

د طالبانو د استخباراتو اړوند وېبپاڼې المرصاد په خپله مهالنۍ تبصره کې لیکلي، اوس پاکستان هڅه کوي چې د خپل خرابېدونکي اقتصاد د ژغورلو لپاره چین په سیمه کې د نیابتي جګړې برخه وګرځوي. المرصاد لیکلي، پاکستان د افغانستان په اړه چین ته د «ترهګرو» د پټنځیو په اړه ناسم معلومات ورکړي دي.

د طالبانو د استخباراتو اړوند رسنۍ المرصاد نن د جمعې ورځ د لیندۍ په دوهمه نېټه «پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي» تر سرلالیک لاندې خپله مهhلنۍ تبصره خپره کړې ده.

په افغانستان کې شل وسله والې ډلې

المرصاد دا تبصره د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو ژیاو یونګ د هغو خبرو په غبرکون کې کړې چې په خبره یې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ وسلوالې ترهګرې ډلې فعالې دي چې د چین لپاره امنیتي ګواښونه جوړوي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي دا څرګندونې اسلام اباد ته د خپل سفر پرمهال کړې دي.

المرصاد لیکلي« که د چین د استازي د دې بیان ژور تحلیل وشي، نو ښکاري چې دا د چین خپل رسمي دریځ نه دی، بلکې د پاکستان د حکومت او ادارو لخوا د ورکړل شويو معلوماتو، دروغجنو شواهدو او بریفینګ وروسته د هغه شخصي برداشت دی چې په خپلو خبرو کې یې څرګند کړ.»

نور ولولئ: روسیه، چین، ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه غونډه کوي

نور ولولئ: ایران، پاکستان، چین او روسیې د افغانستان په اړه څلور اړخیزه ناسته وکړه

طالبانو ته نژدې رسنۍ د تبصرې په یوه برخه کې لیکلي چې پاکستان د افغانستان پر ضد د دې روان تبلیغاتي کمپاین له لارې خپلو موخو ته رسیدل غواړي، یوه موخه یې دا هم ده چې د خپلو ګټو لپاره د چین ملاتړ تر لاسه کړي او بل دا چې په بلوچستان کې د روانې وسله‌ والې جګړې له امله د پاکستان دننه د چین د اقتصادي پروژو راتلونکی له خطر سره مخ دی.

د چین بهرني سیاست ته ګواښ

المرصاد زیاتوي:« که چین د افغانستان په اړه د پاکستان بې بنسټه دعوو ته غوږ ونیسي، نو دا به د چین بهرني سیاست ته زیان ورسوي، ځکه پاکستان هڅه کوي چې په افغانستان کې خپلې نیابتي جګړې ته د چین ملاتړ تر لاسه کړي، چې دا به د چین بې‌ پریوالی زیانمن کړي.»

د طالبانو دې رسنۍ له چین غوښتي چې باید د افغانستان په اړه خپل دریځ په خپلواک ډول وټاکي او یوازې د پاکستان پر خبرو باور ونه کړي.

د دې رسنۍ د تحلیل له مخې، د پاکستان او افغانستان تر منځ خرابې اړیکې او د پاکستان ورځني پروپاګندي کمپاینونه د دواړو هېوادونو تر منځ ژوره بې‌ اعتمادي ښيي، نو غوره به دا وي چې چین د افغانستان په اړه د هر ډول تورونو د تصدیق لپاره له نورو خپلواکو سرچینو کار واخلي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button