نړیوال خبرونه

امریکايي او برتانوي ځواکونو پر حوثيانو بریدونه کړي

امریکايي او برتانوي هوايي او سمندري ځواکونو د حوثیانو پر هدفونو بریدونه پیل کړي دي

امریکايي او بریتانوي ځواکونو په یمن کې د حوثیانو پر هدفونو بمبارۍ کړې دي. د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، دا بریدونه په سره سمندر کې له نومبر راهیسې پر بېړیو د حوثي یاغیانو بریدونو ته چې د ایران ملاتړ له ځان سره لري، غبرګون دی.

ښاغلی بایډن وايي، نیدرلنډ، اسټرالیا، کاناډا او بحرین د عملیاتو ملاتړ په توګه په دې لړ کې مرسته کړې ده.

yamen2
انځور؛ د بریتانیا هوايي ځواک جیټ الوتکه.

د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي په دې هکله رسنیو ته وویل: ”دوی (ایرانیانو) حوثیانو ته استخباراتي معلومات ورکړي، دوی حوثیانو ته دا وړتیا ورکړې، چې دا بریدونه وکړي. موږ باور لرو چې دوی د دې (بریدونو) په هر پړاو کې شامل وو.”

د جوبایډن په پیغام کې د ایران یادونه نشته

خو په لوړ مقام کې بیا ټینګار پر بل څه دی. په پاموړ توګه د ولسمشر بایډن په پیغام کې د ایرانیانو هېڅ یادونه نه ده شوې. داسې باور کېږي، چې نوموړي په دې تودو شېبو کې تهران ته له ګوتې نیولو ډډه کړې ده. نوموړي یوازې پر حوثي یاغیانو او ”هدفي بریدونو” تمرکز وکړ، چې د امریکا دفاع وزارت په وینا موخه یې د حوثیانو د بریدونو مخنیوی او د داسې بریدونو د کولو وړتیا له منځه وړل دي.

نور ولولئ: د حماس-اسراییلو له جګړې سره سم، پر امریکايي اډو هم بریدونه زیات شوي

نور ولولئ: امریکا غواړي ټیم لینډرنګ د یمن لپاره نوی استازي په توګه وټاکي

نور ولولئ: په یمن کې د مرستو وېش کې د ګډوډۍ له کبله لسګونه کسان وژل شوي

یو نظر دا هم دی، چې د دې بریدونو هدف د حوثیانو د نورو بریدونو مخنیوي او په ورته مهال په سیمه کې د تاوتریخوالي لا ډېرېدو شنډولو یوه هڅه هم ده. دا چې دغه تکتیک به ګټور وي او که نه تر اوسه څرګنده نه ده او تعین یې پر ځمکه له اوښتي زیان سره هم غوټه کېدای شي.

yamen3

امریکا او بریتانیا ته د حوثیانو ګواښ

د حوثیانو بهرنیو چارو مرستیال وزیر بیا ویلي، امریکا او بریتانیا به د ده په خبره د دې ”څرګند یرغل درنه بیه پرې کړي.”

بل لور د بریتانیا لومړي وزیر ویلي، د هېواد شاهي هوايي ځواک الوتکو پر پوځي هدفونو هدفي بریدونو کې مرسته کړې ده. د بریتانیا لومړی وزیر رشي سوناک زیاتوي، ”دا محدود، اړین او متناسب” بریدونه دي، چې له ځانه د دفاع لپاره شوي دي.

ویډیو: فاکس نیوز شبکه د یادو حملو ژوندی جریان خپروي.

د رپوټونو له مخې دا بریدونه د یمن پلازمېنه صنعا، په سره سمندر کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې بندر حدیده، دهمار او شمال لوېدیځ کې چې د حوثیانو کلک مرکز بلل کېږي، شوي دي.

حوثیان چې د یمن پر ډېره برخه واک چلوي، وايي د حماس ملاتړ کوي او پر هغو بیړیو به بریدونه دوامدار ساتي چې اسراییلو ته ځي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button