نړیوال خبرونه

امریکايي جنرال افغانستان کې د نظام سقوط ستراتیژیکه تېروتنه بولي

دغه امریکايي جنرال په افغانستان کې د امریکا د ۲۰کلن ماموریت ستاینه هم کړي ده

د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې پخواني مشر جنرال مارک میلي د پخواني افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وبلله، خو د امریکا د شل کلن ماموریت ننګه یې وکړه.

بل لورته د سیاسي چارو شنونکي وايي، امریکا له لومړي سره نه غوښتل چې طالبان وځپي، بلکې دا یوه استخباراتي لوبه وه چې امریکا په افغانستان کې روانه کړي وه.

mark milley ht jt 240319 1710869466134 hpmain 16x9 1600
mark milley ht jt 240319 1710869466134 hpmain 16×9 1600

د تخلیې په اړه معلومات

جنرال مارک میلي او د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخوانی مشر جنرال فرنک مکنزي سه شنبه د امریکا استازیو جرګې ته ورغوښتل شوي وو څو د تخلیې د عملیاتو په تړاو پوښتنې ځواب کړي.

جنرال میلي زیاته کړه:

” د شلو کلونو په تېرېدو سره موږ پوځیانو هلته د پوځ او دولت په جوړولو کې مرسته وکړه خو ملت مو نه شو جوړولای. دښمن کابل اشغال کړ د حکومت سقوط پېښ شو او هغه پوځ چې موږ یې ملاتړ کاوه له منځه لاړ. دا یوه ستراتیژیکه ناکامي ده. خو پوځ هلته شل کاله میلیونونو افغانانو ته امیدونه ورکړل. په وروستیو ورځو کې مو ۱۳۰ زره افغانانو ته د ژوند او ازادۍ بې ساری فرصت په خورا لوړه بیه برابر کړ. تر ټولو مهمه دا چې موږ د امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه د تروریستي برید څخه خوندي کړل هغه څه چې زموږ سیمه ایز ماموریت و او دا ماموریت نن هم دوام لري.”

نور ولولئ: مایکل مککال دا له واقعیته لېرې بولي چې طالبان په سیمه کې د امریکا امنیتي شریکان دي

نور ولولئ: مک‌کال افغانستان ته د امریکايي چارواکو سفر له افغانانو سره خیانت بولي

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ پخواني مشر جنرال فرنک مکنزي بیا وویل چې له پوځي پلوه امریکایي عسکرو بې ساری عمل وکړ او وتوانېدل د تخلیې عملیات سر ته ورسوي خو د هغه په خبره دا پالیسۍ او پرېکړې وې چې ستونزې یې رامنځته کړې وې.

2021 08 26t073636z 752447332 rc2vcp9nheu4 rtr.width 1760
د کابل د سقوط پرمهال هغه افغانان چې له هېواده بهر د تلو هڅه کوي.

د تخلیې د پروګرام پرمهال ځانمرګی برید

د تخلیې د عملیاتو پر مهال د اګست په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر خولې ته یوه ځانمرګې حمله وشوه چې پکې لږ تر لږه ۱۷۰ افغان ملکیان او ۱۳ امریکايي عسکر ووژل شول. د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې د هغه برید مسوولیت ومانه.

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې مشر مایکل مککال په پرونۍ استماعیه غونډه کې پر دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو کلکې نېوکې وکړې چې د تخلیې د عملیاتو پر مهال یې د ځينو مساییلو په تړاو د دوی پوښتنې بې ځوابه پرېښي او له پامه یې غورځولي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button