نړیوال خبرونه

امریکایي استخبارات: د افغانستان څخه د ځواکونو ژر ویستل به ستونزې رامنځته کړي

امریکایي استخبارات: د افغانستان څخه د ځواکونو ژر ویستل به ستونزې رامنځته کړي.داسې وخت چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې‌ پر بنیاد‌ ټول بهرني‌ ځواکونه باید د می میاشتې تر پیلېدو له افغانستانه ووځي.

د امریکايي استخباراتو مرکزي ادارې د امریکا جمهور ریس بایډن ته په سپارلي راپور کې ویلي، چې که امریکایي‌ او ناټو عسکر له افغانستانه راووځي،‌ د طالبانو د واک ساحه به پراخه شي‌ او حکومت به ګڼې سیمې له لاسه ورکړي.او طالبان به وتوانیږي چې دغه ساحې په اسانی سره ونیسي د رويټرز خبري‌ اژانس په حواله،‌ په دې راپور کې راغلي چې که ناټو او امریکایي عسکر د حکومت او طالبانو تر منځ د واک د ویشلو له معاملې وړاندې له افغانستانه راووځي‌طالبان به واکمن شي.

راپور کې زیاته شوې طالبان به په دوو یا دریو کلونو کې د افغانستان زیاته برخه تر واک لاندې راولي‌ او د افغانستان د چارو کنټرول به په لاس کې واخلي.ورته وخت یوه بل امریکايي چارواکي سرچینې ته ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې به په افغانستان کې داعش او القاعده ډلې نفوذ وکړي او هلته به پښې تم کړي.

img 20210327 110715

ارګ که څه هم ددې راپور په اړه له څه ویلو ډډه کړې،‌ خو د امریکایي‌ استخباراتو اندېښنه داسې مهال ده، چې د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې د لاسلیک شوي‌ تړون له مخې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون موده تر دوو میاشتو کمه پاتې ده.

ددې تړون په اساس،‌ ټول بهرني‌ عسکر باید د می میاشتې تر پیلېدو افغانستان پرېږدي؛ خو د امریکا ولسمشر وايي، د‌ځینو تخنیکي ستونزو له امله به په یاده شوې نېټه د ټولو عسکرو ایستل ستونزمن وي،‌ خو هغوی به په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره پاتې نه شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button