نړیوال خبرونه

امریکا: افغان حکومت باید د ښځو حقوقو ته ژمن پاتې شي

طالبان د بشري حقونو په ساتنه کې پاتې راغلي دي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، طالبان د بشري حقونو په پالنه کې پاتې راغلي. ښاغلي بلېنکن د افغان – امریکايي مشورتي میکانیزم د پیل په غونډه کې افغانستان کې د بیان ازادۍ ته په اشاره سره وویل، چې د طالبان حکومت د خبریالانو او مدني فعالانو خولې په زوره پټې کړې دي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير هم د افغانستان د مذهبي خپلواکۍ يادونه وکړه

نوموړي زیاته کړه: “طالبانو د خبریالانو او مدني فعالانو خولې “په زور” پټې کړې، د امریکا غږ او بي بي سي په څېر نړیوالو رسنیو د خپرونو مخه یې ډب کړي. پر افغان رسنیو پرلپسې سانسور روان ساتلی. د امریکا بهرنیو چارو وزیر د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان وګړو مذهبي خپلواکۍ هم یاد کړه چې د ده په خبره مخه یې نیول شوې ده.

د مسلمانانو او نورو مذهبونو منونکو لپاره په ورته توګه د مذهبي ازادۍ مخه نیول شوې او دا تر ټولو ښه برالا ده چې ښځو او نجونو ته د بشري حقونو په ورکړه کې پاتې راغلي دي. د امریکا بهرنیو چارو وزیر تېره میاشت د بشري حقونو شورا د غونډې یادونه وکړه، چې په وینا یې مخامخ د افغان ښځینه مشرانو نظرونو اورېدو ته وربلل شوی وه.

نور یی ولوله | کابل کندهار سړک بیا رغول کیږي

نور یی ولوله | د لوګر ولایت اوسېدونکي د ښوونځیو ودانیو له نشتوالي له امله شکایت کوي

د نوموړي په خبره راتلونکې سپتمبر میاشت کې به دغه ډول یوه بله غونډه هم وروبلل شي.

همدارنګه د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم هیله ښودلې چې وکولی شي د دې میکانیز له لارې افغانستان کې دننه او بهر د افغانانو بېلابېل غږونه سره یو کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، له هغو افغان مدني فعالانو سره یې د هېواد همکاري یوه بل پړاو ته رسېدلې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د مساوات، ټولشمولیت، ښځو، مذهبي او توکمیزو لږکیو د خیر لپاره کار کوي. نوموړي دا خبرې د افغان – امریکايي مشورتي میکانیزم چې د امریکا سولې انستیتوت په نوښت جوړ شوی د پیل په مراسمو کې وکړې

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button