تجارت خبرونه

امریکا او اسلامي امارت یو بل د دوحې د هوکړه لیک پر سرغړونې تورن وي

له هغې وروسته کله چې د امریکا ولسمشر په کابل کې د دغه هېواد د بې پيلوټه الوتکو په برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو خبر ورکړ، کابل او واشنګټن یو بل د دوحې له هوکړې په سرغړونې تورن کړل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي چې طالبانو د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي چې طالبانو کابل کې د القاعده مشر ته د پناه له ورکړې سره د دوحې له هوکړه لیکه سرغړونه کړې او دغه کار د اسلامي امارت د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍ لېوالتیا کمه کړې ده

الظواهري ته په کابل کې پناه ورکړل شوه

د دې ټول سره سره کابل تراوسه د ایمن الظواهري د وژنې په هکله څه نه دي ویلي؛ خو واشنګټن وايي چې الظواهري ته په کابل کې پناه ورکړل شوې وه او په یوه هوايي برید کې ووژل شو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي:«طالبانو په کابل کې د القاعدې د مشر په کوربتوب او هغه ته په پناه ورکولو، له یوې خوا د دوحې له هوکړه لیکه سرغړونه کړې او له بله پلوه هغه ډاډ ته چې نړیوالو ته یې د ترهګرو ډلو له خوا د افغانستان خاورې د نه کارولو په هکله ورکړې ورکړی و هم زیان رسولی او دوی د افغانستان له خلکو او د رسمیت پېژندلو او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د عادي کولو لپاره له خپلې لېوالتیا سره هم خیانت وکړ

نور یی ولوله | د سي پیک پروزه تر افغانستان پورې غځول کیږي

نور یی ولوله | د ځمکې چټکې تاوېدنې د کوچنۍ ورځې نوی ریکارډ جوړ کړ

له دې سره جوخت د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو برید د امریکا له خوا له نړیوالو اصولو او د دوحې له هوکړې څرګنده سرغړونه بولي. ښاغلي مجاهد وویل:«دا برید له نړیوالو اصولو او د دوحې له موافقې څرګنده سرغړونه ده، دا ډول اعمال د تېرو شل کلنو ناکامو تجربو تکرار دی او د امریکا، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی. ددغه راز کړنو تکرار شته فرصتونو ته زیان رسوي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد ناصر حقاني هم په دې هکله وايي:«امریکا د وتلو په وخت کې حتا د هوايي ډګر رادار خراب کړ چې له دا ډول بریدونو یې مخنیوی ونه شي او دا برید په افغانستان کې د امریکا په څرګنده سرغړونه ده. د سیاسي چارو کارپوه سید اکبر آغا هم څرګندوي:«په هر هغه څیز چې د دوحې په هوکړه لیک کې پرې ژمنه شوې وه، امریکا باید ورته ژمنه وای؛ خو دا برید ښيي چې امریکا په خپله د دوحې له هوکړې سرغړونه کړې ده

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button