نړیوال خبرونه

امریکا به بندیانو تبادلې ته زمینه برابره کړي خلیلزاد

د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، امریکا د بندیانو د تبادلې اسانچارې ته ژمنه ده. زلمی خلیلزاد وايي، موږ به د دواړو غاړو ملاتړ وکړو چې پام وړ شمېر بندیان خوشي کړي.

هغه خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدل د سولې هوکړې ته ګواښ دی او باید ژر تر ژره کم شي.

ښاغلي خلیلزاد، دا څرګندونې کابل کې له ځینو پخوانیو او اوسنیو افغان چارواکو سره تر خبرو وروسته پر ټوېټر لیکلې، چې وايي: “د افغانانو ترمنځ د مذکراتو پر لور د هر ډول خنډ او د دې بهیر د ورو کولو په لار کې به د ستونزو لیرې کولو په تړاو ګام واخلو.”

نوموړی دا هم وايي، چې له ملا برادر او د هغه له ډلې سره یې د ولسمشر ټرمپ تر ټیلیفوني خبرو وروسته تېره شپه د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وکړي.

دی وايي، موږ ټول سلا یو چې د امریکا او طالبانو د هوکړې هدف په افغانستان کې د بشپړې سولې لپاره د لارې هوارول دي.

د امریکا دفاع وزیر ویلي، طالبان پر افغان ځواکونو د بریدونو په کولو، له امریکا سره شوي تړون ته بشپړ درناوی نه کوي. مارک اېسپر د کانګرس غړو ته ویلي، طالبانو پر امریکايي او اېتلافي ځواکونو بریدونه درولي، خو د تاوتریخوالي کمونه یې پرځای نه ده ساتلې، چې ورسره یې تړون په بشپړه توګه نه دی پلی کړی.

ښاغلي اېسپر دا خبرې پر داسې مهال کړې، چې له طالبانو سره د سولې تړون تر لاسلیک کېدو ایله څو ورځې وروسته امریکايي پوځ پرون وویل، چې په هلمند کې یې د افغان ځواکونو د دفاع لپاره پر طالب جنګیالیو هوايي بریدونه کړي دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button