امریکا خپلو سفارتکارانو ته د افغانستان پرېخودو امر کړی

امریکا خپلو سفارتکارانو ته د افغانستان پرېخودو امر کړی.کابل کې د امریکا او برتانیې سفارتونو ترینګلي امنیتي وضعیت ته په کتو ټولو امریکایي او برتانوي اتباعو ته له افغانستانه د وتلو سپارښتنه کړې.
افغانستان کې د امریکا د سفارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې وضعیت ترینګلی او خراب یاد شوی او ټولو امریکایي اتباعو ته له افغانستانه د وتلو سپارښتنه شوې.اعلامیه کې راغلي، چې د امریکایي اتباعو د خوندیتوب لپاره امکانات تر بل هر وخت محدود شوي او حتی د کابل دننه هم ستونزمنه ده، چې ګواښونه ته دې لاسرسی وشي او د امریکایانو امنیت دې بشپړ خوندي شي.

د امریکا سفارت ټولو هغو امریکایانو ته چې د ملکي پروازونو له لارې له افغانستانه د وتلو پیسې نه لري؛ د پور د ورکړې ډاډ ورکړی، خو په ټینګار سره یې له هغوی غوښتي چې هر څومره ژر چې شونې وي، افغانستان پرېږدي او خپل امنیت خوندي کړي.
بلخوا ته برتانیا هم ټولو برتانوي اتباعو ته خبر ورکړی، چې خراب امنیتي وضعیت ته په لیدو له افغانستانه د وتلو هڅه وکړي.اوژر تر ژره دغه وطن پرېږدي تر څو سفارتکاران امنیت کې پاتې شي۔
دغه خبردارۍ داسې مهال دی، چې په افغانستان کې د جګړې کچه تر بل هر وخت لوړه شوې او طالبان توانېدلي چې د دوه سوه ولسوالیو تر سقوط وروسته نیمروز او جوزجان ولایتونه ونیسي.