امریکا د افغانستان د ۳.۵ میلیارده ډالرو خلاصون نه مني
افغانستان بانک د ۳.۵ میلیارده ډالرو د خلاصون غوښتنه کړي، خو امریکا نه ده منلي
د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان بانک د ۳،۵ میلیارده ډالرو د شتمنیو د خلاصون غوښتنه د امریکا د متحده ایالاتو له لوري نه ده منل شوې او د افغانستان مرکزي بانک يو ځل بيا د شتمنیو د خلاصون لپاره د واشنګټن د ملاتړ په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی دی.
دوو اوسنیو او یوه پخواني امريکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د امريکا حکومت دغه پرېکړه د ارزونې د يوه خپلواک ټیم له موندنې وروسته کړې ده.
نور ولولئ: افغانستان بانک: بانکي محدودیتونو مالي انزوا سره مخ کړي یوو
د امریکا د ماليې وزارت یوه چارواکي ویلي، د افغانستان بانک په اړه د دوی نظر تر اوسه نه دی بدل شوی.
امریکا د افغانستان په مرکزي بانک کې اصلاحات غواړي
د دې ارزونې موندنې نه دي خپرې شوې خو امریکا غواړي د افغانستان په مرکزي بانک کې اصلاحات راشي، چې د مرکزي بانک په مشرتابه کې د طالبانو د دریو غړو پر ځای د مسلکي کسانو ګومارل، د بانک په چارو کې د مداخلې او سیاسي نفوذ مخنيوی، د پیسو وینځلو مخنيوی او ترهګرو ته د پيسو نه ورکولو او د يوه خپلواکه بااعتباره څارونکي سره هوکړه شامل دي.
د سوېس بانک ته د درې نیم میلیارده ډالرو لېږل
د امریکا خزانې وزارت تېر کال د درې نیم میلیارده ډالرو د خوشي کیدو اعلان وکړ او د سپتمبر په میاشت کې یې سوېس ته ولېږدولې. د دغو پیسو ساتنې ته د افغان فنډ په نوم یوه څارنډله ګومارل شوې.
دغه درېيمګړی صندوق د امریکا او سویس حکومتونو او ځینو افغان اقتصادي کارپوهانو په مشوره جوړ شوی دی او د سویس له بي ای اېس بانک سره بانکي حساب لري.
د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر انوارالحق احدي او افغان امریکایي اقتصاد پوه شاه محمد محرابي په سویس کې د افغانستان د امانتي صندوق غړي دي. هغه څلور کسیز بورډ چې د فنډ څارنه کوي باید په يوه خوله پرېکړه وکړي خو په دې کې د امريکا حکومت د استازي ملاتړ اړین دی.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو دوه کاله وروسته، دغه هېواد لا هم له یوه بشري ناورین سره مخ دی او نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
تېر کال د امریکا ولسمشر جوبایډن موافقه وکړه چې د نیویارک په بانکونو کې د افغانستان بانک د اووه میلیاردو ډالرو د شتمنیو نیمایي برخه د سویس یوه صندوق ته ولېږدوي، چې د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره ولګول شي.