Uncategorized

امریکا د افغانستان په جنګ کې مصنوعي ذهانت ته پراختیا ورکړه

په همدې تړاو یو امریکايي ستراتیژیست وايي، جګړه د اختراع مور ده

فاکس نیوز تلویزیوني چاینل راپور ورکړی چې له طالبانو سره د جګړې په وروستیو کې، متحدو ایالتونو د تروریستي بریدونو د تعقیب لپاره د مصنوعي ذهانت (ارټیفیشل انټلجنس) پروګرام جوړ کړ چې په لویو جګړو کې ګټور دی.

دا پروګرام په ۲۰۱۹ کې جوړ شو او په ۲۰۲۰ کې یې د بریدونو وخت او ځای ۷۰ سلنه په دقیق اټکلاوه.

فاکس نیوز نن (یکشنبې په ورځ د اسد ۱۴مه) په یوه راپور کې وویل چې په ۲۰۱۹ کال کې چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر کم شو، نو د طالبانو د خوځښتونو د څارنې لپاره بشري ځواک له کموالي سره مخامخ شول. دا د دې لامل شو چې دا ځواکونه د “روین سینټري” په نوم د مصنوعي ذهانت پروګرام جوړ کړي.

دا ټکنالوژي چېرته کارول کېږي؟

د فاکس نيوز د امريکا د پوځي چارواکو له خولې ليکلي، چې دا ټکنالوژي کولای شي په منځني ختيځ او اوکراين کې اوس مهال په لويو جګړو کې مهم رول ولوبوي.

نور ولولئ: مک‌کال افغانستان ته د امریکايي چارواکو سفر له افغانانو سره خیانت بولي

نور ولولئ: مایکل مککال دا له واقعیته لېرې بولي چې طالبان په سیمه کې د امریکا امنیتي شریکان دي

د امریکا د پوځ د پوځي ستراتیژۍ مشر توماس سپهر په لومړۍ نړیواله جګړه کې د ټانکونو او په دویمه نړیواله جګړه کې د اتومي وسلو پراختیا ته په اشارې سره وايي چې جګړه تل د اختراع مور ده. د امریکايي پوځ دغه چارواکی له طالبانو سره په جګړه کې د مصنوعي ذهانت د پروګرام “روین سینټري” پراختیا په افغانستان کې د امریکا تر ټولو په اوږده جګړه یوه له سترو لاسته راوړنو څخه ګڼي.

داسې سیسټم چې د تروریستي برید وړاندوینه کوي

پوځي چارواکي چې د پروګرام په پراختیا کې ښکیل وو، وايي چې روین سینټري هڅه کوله چې د ډیرو معلوماتو یا ډیټاونو په راټولولو پر انساني تحلیلونو اتکا کمه کړي.

د متحدو ایالتونو پوځي چارواکو ویلي چې دوی په پیل کې غوښتل داسې سیسټم رامینځته کړي چې په ډاډه توګه د تروریستي برید وړاندوینه وکړای شي. د دغو چارواکو په وینا، په افغانستان کې له طالبانو سره د امریکا د جګړې په پای کې، د ډیجیټل اکوسیستم زیربنا د پام وړ پرمختګ کړی، او سینسرونه او د مصنوعي ذهانت لومړني وسایل کولی شي د طالبانو د بریدونو تیت پرک شاخصونه وپیژني او په چټکۍ سره عمل وکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button