امریکا: د افغانستان څخه عسکر ژر نه اوباسو
امریکا: د افغانستان څخه عسکر ژر نه اوباسو. دامریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر ښاغلي لویډ اسټین وایي، له افغانستانه په غیر مسئولانه ډول خپل عسکر نه باسو او نه هم په وتلو کې له بیړي کار اخلي.هغه وايي د افغانستان څخه به عسکر په مشروط ډول وځي.
ښاغلی اسټین چې د (NATO) سازمان د غړو مملکتونو د دفاع وزیرانو په ناسته کې یې برخه اخیستې وه، او په تړاو یې له پنټاګونه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ښاغلی اسټين د دفاع وزیرانو ناستې ته ویلي چې امریکا به د افغانستان اړوندو چارو کې له ناټو سازمان سره په خبرو بوخت دي اعلامیه کې وړاندې د اسټين له قوله راغلي دي چې امریکا له افغانستانه په وتلو کې بیړه نه کوي او نه هم په غیرمسئولانه ډول افغانستان پرېږدي.
د (NATO) سازمان د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو ناسته چې دوې ورځې روانې وه، تمه کېده چې په دوران کې به يې په افغانستان او عراق کې د بهرنیو عسکرو د حضور د دوام او یا هم پای ته رسېدو په اړه پرېکړه وشي؛ خو د (NATO) سازمان عمومي منشي وایي، پرېکړه یې د اوس لپاره ځنډولې ده.
(NATO) وايي، له افغانستانه د وتلو او هلته د پاتې کېدلو پرېکړه ورته ډېر پېچلې ده ځکه ددوی په خبره که د قطر په تړون کې له ټاکل شوي وخت زیات پاتېږي، نو جګړه ورباندې زیاتېږي او که راوزي لاسته راوړنې ورسره په اوبو لاهو کېږي.
د (NATO) سازمان ټینګار لري، چې لا هم په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي او د سولې خبرو د بریا فرصت شته چې باید کارترې واخیستل شي او د سیاسي جوړجاړي له لارې سوله او ثبات تامین شي.دويي زیاتوي دواړه لورې باید سولې ته لومړیتوب ورکړي او جګړې ته د پای ټکی کېږدي.