تجارت خبرونههنر او ادب

امریکا د روسیې د یو سایبري مجرم په سر ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړه

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د هغو مالوماتو په بدل کې به ۱۰ میلیون ډالر انعام ورکوي چې د روسیې د یو سایبري مجرم نیولو او محکومیت ته لار پرانیزي

وزارت همدغه راز د یوې منظمې جنايي ډلې د کلیدي مشرانو په اړه د مالوماتو په بدل کې هم جایزه اعلان کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ مۍ مياشتې په درېیمه نېټه چې د غويي مياشتې له ۱۳مې نيټې سره سمون خوري، په یوه اعلامیه کې د دغه روسي وګړي نوم دنیس ګنادیویچ کلکوف ښودل شوی دی.

نور ولولئ: استرالیا هڅه کوي د سایبري بریدونو په وړاندې خپله ټکنالوژي پیاوړې کړي

اعلامیه وايي چې دا جایزه د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت له لوري په کلکوف باندې د اعلان شویو تورونو په تړاو اعلان شوې ده، خو په اعلامیې کې په مشخص ډول د هغه د سایبري جرم په اړه څه نه دي ویل شوي.

د بهرنیو چارو وزارت همدغه راز د «Try2Check» په نامه د یوې منظمې جنايي (سایبري) ډلې د مهمو مشرانو په اړه د مالوماتو په بدل کې چې په اساس یې هغوی وپېژندل شي، تر یو میلیون ډالرو پورې جایزه اعلان کړې ده.

دا ډله د سایبري/انټرنټي جرمونو په نړۍ کې د کریډت کارتونو یو مشهور او څرګند خدماتي چوکاټ بلل کېږي

د «Try2Check» خپلو کاروونکو ته دا زمینه برابروي چې د غلا شوي کریډت کارت نمبر ژر مشخص کړي. په دغه سیستم کې کاروونکي په یو وخت کې زرګونه نمبرې داخلولای شي او سیستم ورته سمدستي وايي چې کوم نمبر د اعتبار وړ دی.

نور ولولئ: هکرانو افغانستان کی فیسبوک کارکونکی په نښه کړی

د متحدو ایالتونو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي، چې «Try2Check» له ۲۰۱۳ ميلادي کال راهېسې هر کال د کریډټ کارتونو د لسګونه میلیون ډالرو د غلا زمینه برابره کړې ده.

دا لومړی ځل دی چې امريکا په يوه روسي مجرم دومره ډېر انعام ټاکل او د نيولو لپاره يې هلې ځلې کوي.

د امريکا متحده ايالاتو په تېرو ټاکنو کې هم ځينې داسې راپورنه خپاره شول چې روسي سایبري هکرانو د هغه هېواد په ټاکنو کې لاسوهنې کړې دي.

په اوس مهالې دور کې سایبري بريدونه ډېر شوي دي

په سایبري بريدونه کې زياتره وخت هکران د نورو هېوادونو محرم موادو ته لاسرسی پيدا کوي او يا هم د يوه بل هېواد په مالي څانګو او بانکونو بريدونه کوي چې زيات شمير پيسو او نورو قيمتي مالومات پيدا کولو ته لارې چارې پيدا کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button