نړۍ خبرونه

امریکا د زړورو ښځو کلنۍ جایزه د ایران معترضو ښځو او نجونو ته ورکړه

په هغه غونډه کې چې په سپینه ماڼۍ کې په همدې مناسبت جوړه شوې وه دا جایزه د ایران د مبارزو میرمنو په نامه شوه

په دې غونډه کې د امریکا لومړۍ مېرمنې جېل بایډن او بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین هم ګډون کړی و چې د ۲۰۲۳م کال د مادلېن البرایټ جایزه يې اعلان کړه.

په نوموړې غونډه کې په ملګرو متلونو کې د امریکا دایمي استازې لېنډا توماس ګرېن فېلډ هم ګډون درلود چې د جایزې د ورکړې پر مهال يې وویل:” دغه جایزه هغو مېرمنو او نجونو ته ورکول کېږي چې د مهسا امیني د وحشیانه وژنې په غبرګون کې یې پاڅون وکړ او زموږ ټولو لپاره الهام بښونکې شوې.”

د مادلېن البرایټ جایزه د امریکا بهرنیو چارو پخوانۍ وزيرې په نامه جوړه شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره کانډولېزا رایس هم د دې مراسمو کې ګډونواله وه چې په خپل پیغام کې يې د ایرانیو مېرمنو او نجونو زړورتیا ستایلې ده.

په ایران کې د معترضینو د ځپلو په اړه اندیښنې شته

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې (د مارچ ۸مه) په مناسبت خپاره کړې پیغام کې د ایران په حکومت نیوکې کړې او د ایرانیو مېرمنو ستاینه یې کړې ده.

بل خوا د امریکا په ګډون د ۹ هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ټکنالوژۍ او مخابراتو د لویو کمپنیو په مرسته انټرنېټ ته د ایران د معترضو ښځو او نجونو لاس رسی اسانه کړي.

یادو هېوادونو په ایران کې د ښځو ځپل غندلي او هغوی ته یې د ډېرې پاملرنې غوښتنه کې ده.

د ایران معترضو مېرمنو او نجونو ته د امریکا لخوا ددې جایزې له اعلان سره هم مهاله د امریکا مالیې وزارت په اتو ایرانیانو او د ایراني دولت پر دریو ادارو له بشري حقونو د سرغړونې له امله بندیزونه لګولي.

برېتانیا هم د ایران امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره په ښځو د اجباري حجاب اغوستلو له امله تحریم کړې ده.

دغه معترضې ښځې او نجونې د تېر ۲۰۲۲ ميلادي کال په سپټمبر مياشت کې هغه مهال سرکونو ته راووتې چې د مهسا اميني په نوم يوه ميرمن د ايراني پوليسو له خوا په بې رحمانه توګه ووژل شوه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button