نړۍ خبرونه

امریکا روسیه ته د افغانستان پرسرخبردارۍ ورکړۍ

 امریکا روسیه ته د افغانستان پرسرخبردارۍ ورکړۍ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خپل روسي هم منصب سرګي لاورو ته خبر دارۍ په تلیفون ورکړی چې روسیه دې د طالبانو او نورو ډلو مالي ملاتړ نه کوي،

نیو یارک ټایم چې د امریکا مشهوره خبر ورکړی دی چې دا خبرداری د جمعې په ورځ د امریکا وزیر خارجه  ‌پمپیو په یوه تلیفوني اړیکه کې په داسي‌ وخت کې روسیې ته ورکړ چې په افغانستان کې لویه جرګه هم پیل شوې ده،د امریکا متحده ایالاتو داسي‌ راپورونه تر لاسه کړي‌ دي‌ چې پر امریکا يي فوځیان د بریدونو لپاره روسیې طالبانو سره ملاتړ کوي، د امریکا جمهور ریس ټرمپ تېره میاشت په فلوریډا ریاست کې خبریالانو ته وویل په افغانستان کې روسي برنامو په تړاو معلومات هغه ته ځکه نه وو وړاندې کړی شوي چې مامورینو دا ريښتیا نه ګڼل. هغه وویل که چېرې هغه خبر کړی شوی وی نو څه اقدامات به ېې کړي وو

د یو چینل سره مرکه کې جمهور ریس ټرمپ وویل د روس ولسمشرولادېمیر پوټن سره په ټېلې فون ورستۍ خبرو کې یې په افغانستان د کې د روسي پروګرام په موضوع نه دی چېړلې.ښاغلي ټرمپ وویل د ولسمشرپوټن سره یې دغه خبرې د نورو موضوعاتو په باره کې وې. هغه زیاته کړه چې ډیر خلک په افغانستان کې د روس د انعامومو پروګرام په اړه رپورټونه جعلي خبرونه بولي،

د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي ولسمشرټرمپ ته د شکمن روسي پروګرام په اړه معلومات ځکه هم نه وو ورکړی شوي چې دا حتمي نه ګڼل کېدل. خو نیویارک ټایمز او نورو خبري ادارو په خپلو راپورونو کې ویلي دا معلومات د فېبرورۍ په میاشت په هغه لیکل شوي خلاصه کې وو چې ولسمشرته د ورستي حالاتو په باره کې هره ورځ ورکولۍ شي،

وړاندې میاشت یوه مشهور امریکایي جنرال له خبریالانو سره په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي وو چې طالبان زموږ یاران دي، فرق نه کوي چې له روسیې انعامونه واخلي.د فرانک مک کینزي په نوم د امریکا یوه مشهور جنرال وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې په دې وروستیو کې روسیه، چین، ایران او پاکستان په دې هڅه کې دي چې له وسله والو طالبانو سره خپلې اړیکې پراخه کړي

د طالبانو ليډرانو په تېرو څو اونیو کې له ایراني او روسي چارواکو سره لیدنې لرلې چې د سیاسي شنونکو په باور دوی هڅه کوي په سیمه کې د ترهګرۍ یو بل بازار ځانته خلاص کړي او د سړې جګړې په ترڅ کې د سیمې او ګاونډ هېوادونو لپاره لابي وکړي.

اوس افغانانو ليډرانو ته هم اندېښنې کې دي چې څنګه د دويي په هې،اد کې وليې نور هېوادنه جګړه کوي او خپل جنګ ېې ولې افغانستان ته راوړۍ دويي باربار د نړیوالې ټولنې او نورو مهمو ادارو او خواوو نه غوښتي چې باید د نورو ملکونو نه وغواړي چې افغانستان کې دې شخصي ګټې له منځه یوسي او افغانستان په ارام پرېږدي ترڅو افغانستان هم په ارامه فضا کې ژوند وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button