نړیوال خبرونه

امریکا: طالبان د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستو نیت نه لري

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي چې د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانېستو څرک نه لګېږي

د دې وزارت ویاند متیو مېلر تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا به ښوونځیو ته د نجونو د بېرته تګ په هدف د طالبانو د هڅولو لپاره له هر فرصت څخه کار اخلي.

هغه زیاته کړه: “البته موږ په دې پوهيږو چې د يو بل غمجن ښوونیز کال کليزه په رارسېدو ده او دا مو واضح کړې چې نجونې هيڅکله بايد ښوونځيو ته له تګه منع نه شي. افغان مېرمنو ته درناوی او د دوی د حقونو خونديتوب په افغانستان کې زموږ د کار او هڅو لپاره هم مهم دي، په هر فرصت کې موږ له طالبانو غوښتي چې نجونې ښوونځیو ته پرېږدي، حقونه يې خوندي کړي او هغه ټول فرمانونه چې له کبله يې پر ښځو محدوديتونه وضع شوي بېرته راوګرځوي.”

afghan girls (1)
امریکا: طالبان د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستو نیت نه لري

مېلر دا هم وویل چې امریکا د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.

افغان نجونې زده کړې کول غواړي

له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکې نجونې د طالبانو له حکومت غواړي چې سږ کال دوی د پاتې زده کړو د بشپړېدو اجازه ورکړي.

د ختیځ لغمان یوه اوسېدونکې حسینه وايي : “دا هېواد یوې باسوداه مور، یوې باسواده مېرمنې ته اړتیا لري، موږ هیله لرو چې نجونو ته په نوي ښوونیز کال په پیل کې د زده کړو اجازه ورکړل شي، ځکه له نجونو او له نیمې نړۍ نه چې په مېرمنو ولاړه ده پرته افغانستان پرمختګ نه شي کولای.”

نور ولولئ: میتو میلر: افغانستان زموږ تر څار لاندې دی، د القاعده مشر وژنه یې ښه ثبوت دی

نور ولولئ:  د امریکا بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه سمه وبلل

نور ولولئ: سپینه ماڼۍ: طالبان یوازیني افغانان نه دي چې د افغانستان په راتلونکي کې ونډه ولري

د پلازمېنې کابل یوې اوسېدونکې چې نه غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي هم ورته غوښتنه وکړه او وې ویل که طالبانو له زده کړو نه وای راګرځولې اوس به له دولسم ټولګي فارغه وای.

تر اوسه د طالبانو د مکانیزم درک نشته

هغه وايي: “له حکومته غواړو چې د نجونو په وړاندې د زده کړو دروازې پرانیزي، او د هلکانو په څېر خپلې زده کړې بشپړي کړي، موږ هم هیلې لرو، ارزوګانې لرو او تمې لرو چې په راتلونکې کې افغانستان ته خدمت وکړو او زده کړې زموږ حق دی.”

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د متیو مېلر او د افغان نجونو د غوښتنو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو حکومت مخکې تر دې ویلي په یو میکانیزم کار کوي چې له مخې به یې نجونو ته له شپږمو ټولګیو پورته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

پروه ۹۰۰ ورځې کېږي چې طالبانو د افغان نجونو پر مخ د زده کړو دروازې تړلي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button