نړیوال خبرونه

امریکا له افغانانو سره د خپلو مرستو د بهیر او تاثیر څېړنه کوي

امریکا وايي چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ترسره شوو مرستو څېړنه به وکړي

دا هغه مرستې دي چې امریکا په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي په خاطر د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو په چوکاټ کې کړي دي.

دا خبره د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډیکر په ایکس پاڼه باندې لیکلې ده.

د امریکا شارژدافیره زیاتوي، د مرستو د اغېزمنتیا د ارزونې اساسي هدف د روڼتیا رامنځته کول دي.

هغه هېوادونه چې له افغانستان سره مرستې کوي

د اغلې ډکر په دې بیان کې د امریکا، کاناډا،ملګرو ملتونو،اروپايي ټولنې،برېټانیا،جاپان،ترکیې،قطر په شمول د شاوخوا هغو شاوخوا شلو هېوادونو یادونه شوې چې له افغانستان سره مرستې کوي څو دا هېواد له بشري بحرانه وژغوري.

2022 01 12t162725z 409937960 rc2sxr92tn6i rtrmadp 3 afghanistan conflict aid
له افغانستان سره د امریکا مرستې

امریکا د دغو مرستندویانو په سر کې ده او د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یې څه باندې دوه نیم میلیارد ډالره له اړمنو افغانانو سره مرستې کړي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو په اساس، د ۲۰۲۱ کال له اګسټه چې طالبان واک ته رسېدلي، دغه سازمان له افغانانو سره د مرستو لپاره د مرستندویانو دوه میلیارده او ۹ سوه میلیونه ډالره افغانستان ته وړې ده.

نور ولولئ: د امریکا بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه سمه وبلل

نور ولولئ: میتو میلر: افغانستان زموږ تر څار لاندې دی، د القاعده مشر وژنه یې ښه ثبوت دی

نور ولولئ: امریکا: طالبان د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستو نیت نه لري

امریکا په دې ډله کې دوه میلیارده او شپږ سوه میلون ډالره مرسته کړې او دا بهیر لا هم په دې ترتیب روان دی چې افغانستان ته هره اوونۍ د څلوېښتو میلیونو ډالرو نغدو پیسو بستې رسیږي.

دا مرستې د مرستندویه ادارو له لارې لګول کېږي

د امریکا او نړیوالې ټولنې دا مرستې تر ډېره د ملګرو ملتونو او د هغوی د دویم لاس مرستندویو موسسو له لارې په مصرف رسیږي.

د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې مخکې څو واره په خپلو راپورونو کې د امریکا د مرستو د ځینو برخو د ضایع کېدو او یا له دې مرستو د طالبانو د برخمنېدو په اړه اندېښنه ښودلې.

امریکا او نور مرستندویان داسې وخت د مرستو اغېز او څرنګوالی څېړي چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي د لوږو او اړمنو افغانانو شمېر په زیاتېدو دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې له نږدې ۲۴ میلیونو اړمنو افغانانو ۱۵ میلیونه یې داسې دي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته عاجله اړتیا لري.

خو تر ډېره شک پر طالبانو دی چې د مرستو په حیف او میل کې لاس لري. د خوړو نړیوال پروګرام خبر ورکړی و چې طالبان یې په مرستو کې نېغ په نېغه مداخله کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button