نړیوال خبرونه

امریکا له افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته کموي

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرون کابل ته په یو ورځني سفر راغلۍ وو نوموړي د سفر هدف سوله د طالب بندیانو خوشې کول او وروستي سیاسي اختلافاتو ته د حل لاره کتل وو. نوموړي ډیره هچه وکړه چې سیاسی مسیا یلو ته د حل لاره اوګوري. خو هيڅ نتیجه یی ورنکړه

 نن د  امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سږ کال به د افغانستان حکومت سره په خپلو مالي مرستو کې یو میلیارد ډالر کموالی راولي.

  دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي،‌ د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دوشنبه کابل کې هڅه وکړه چې د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني‌ اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ روان سیاسي‌ کړکېچ حل کړي، خو د دواړو مشرانو ترمنځ کوم جوړجاړی ونشو، او له همدې کبله امریکا افغانستان سره پر خپلو مرستو او اړیکو له سره غور کوي.

اعلامیه کې راغلي، د امریکا حکومت پر دې خبره خواشینی دی چې افغان مشران د یو ټولشموله حکومت په جوړولو کې پاتې راغلي دي.‌

اعلامیه زیاتوي،‌ د افغان مشرانو دا ناکامي‌ د امریکا ملي‌ ګټو ته ګواښ پېښوي، او له همدې کبله امریکا په لومړي ګام کې سږ کال له افغان حکومت سره خپلو مالي‌ مرستو کې یو میلیارد ډالر کموالی راولي.‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا چمتو ده چې په ۲۰۲۱ کال کې دا مرستې یو میلیارد ډالر نورې هم کمې کړي‌ او په نورو برخو او مرستندویه کنفرانسونو کې به هم پر خپلو مالي‌ مرستو له سره غور کوي.‌

اعلامیه وایي،‌ امریکا د هغو پوځي عملیاتو ملاتړ نه کوي‌ چې د سیاسي‌ موخو لپاره کېږي،‌ او نه هم د هغو مشرانو ملاتړ کوي‌ چې د دې عملیاتو امر ورکوي،‌ او نه د هغو کسانو ملاتړ کوي‌ چې د موازي‌ حکومت خبره کوي.‌

د امریکا حکومت په اعلامیه کې د افغان سیاسي‌ مشرانو کړنې غیر مسئولانه بلل شوې دي‌ او نیوکه پرې شوې ده چې طالبانو سره د بین الافغاني‌ مذاکراتو لپاره یې تر اوسه یو ټولشموله پلاوی نه دی جوړ کړی.‌

د اعلامیې په پای کې راغلي،‌ که افغان مشران یو داسې ټولشموله حکومت جوړ کړي‌ چې امنیت تامنیولی او د سولې د بهیر ملاتړ کولی شي نو امریکا چمتو ده چې پر خپله نننۍ پرېکړه له سره غور وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button