امریکا: که له افغانستانه خطر احساس کړو، پوځي ګام پورته کوو

ځړول شوی:مې 13, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

په داسې حال کې چې کابل تل ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې و نه کارول شي، خو امریکا یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې که امریکا ته ترهګریز ګواښ ورپېښ شي؛ دا هېواد به پر افغانستان کې پوځي عملیات تر سره کړي.

د امریکا متحده ایالاتو لوی درستیز مارک میلي چې د دې هېواد په کانګرېس کې یې خبرې کولې زیاته کړه، هېواد یې د افغانستان وضعیت څاري.

مارک مېلي وايي: «موږ امریکایانو ته ډاډ ورکوو چې پر هغه څه به عمل وکړو چې د سپټمبر په یوولسمې مو یې ژمنه کړې ده. که موږ له افغانستانه خطر احساس کړو، موږ دا توان لرو چې د خطر د احساسېدو پر مهال پر افغانستان پوځي عملیات ترسره کړو.»

ورته مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټېرېش د اسپانیا په مالاګا ښار کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په غونډه کې ویلي، ترهګر په افغانستان کې یو ځل بیا د احیا کېدو په حال کې دي او هغوی د نړۍ لپاره پر یوه لوی ګواښ بدلېدلای شي.

نور یی ولوله | د حج مراسم؛ عربستان افغانستان ته کمه ونډه په پام کې نیولې

د پوځي چارو کارپوه حکمت‌الله حکمت وايي: «افغان اړخ باید امریکا، نړۍ او ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې په افغانستان کې داسې کړۍ نه‌شته چې د هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښ کړي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې دې له نړیوالې ټولې سره اړین ګامونه پورته کړي.»

خو کابل یو ځل بیا د نړۍ پر وړاندې د افغانستان له خاورې د نه کار اخېستو ډاډ ورکوي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «د افغانستان پولې له بل هر وخته امن شوي او اسلامي امارت پر خپله ژمنه ولاړ دی چې د افغانستان له خاورې به هېچا ته ګواښ نه پېښېږي.»

تر دې وړاندې، د هند او امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو هم ویلي وو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې پر بنسټ، افغانستان باید د ترهګرو پر امن پناه ځای بدل نه‌شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.