افغان کډوال

امریکا کې افغان کډوال؛ پاکستان ته د افغانانو د ایستلو ځانګړې الوتنې وځنډول شوې

امریکا کې افغان کډوال د احتمالي ایستلو له اندېښنو سره مخ دي. افغان‌ایوک وايي، پاکستان ته ځانګړې الوتنې د اوس لپاره لغوه شوې، خو وضعیت بدلېدای شي.

د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان «افغان‌ایوک» وايي، له امریکا څخه پاکستان ته د افغانانو د ایستلو ځانګړې الوتنې د اوس لپاره لغوه شوې دي.

د دغه سازمان مشر شان ون‌دایور ویلي، د محکمې د وروستیو معلوماتو له مخې، په نږدې راتلونکي کې د افغانانو د لېږدولو پلان نه لیدل کېږي.

دغه پرمختګ په داسې حال کې رامنځته شوی چې امریکا کې افغان کډوال د احتمالي شړلو او خپل نامعلوم برخلیک په اړه اندېښمن دي.

امریکا کې افغان کډوال؛ د ځانګړو الوتنو په اړه تازه معلومات

شان ون‌دایور د سې شنبې په ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه په خپره کړې ویډیو کې ویلي، د محکمې د څرګندونو له مخې، راتلونکې ځانګړې الوتنه د ډسمبر میاشتې لپاره په پام کې نیول شوې ده.

د هغه په وینا، ډېری هغه افغانان چې د لېږد لپاره موقتي مرکزونو ته استول شوي وو، بېرته اصلي توقیف ځایونو ته ستانه شوي دي.

نوموړي دا یو مثبت پرمختګ بللی، خو ټینګار یې کړی چې وضعیت هر وخت بدلېدای شي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت تر اوسه د ون‌دایور د دغو څرګندونو په اړه تازه غبرګون نه دی ښودلی.

دغه وزارت تر دې مخکې ویلي وو چې د امنیتي دلایلو له امله د افغانانو د ایستلو راتلونکي عملیات نه تأییدوي.

امریکا کې افغان کډوال او د محکمې پرېکړه

د نومبر میاشتې په پیل کې امریکايي رسنیو راپور ورکړی و چې واشنګټن غواړي شاوخوا ۱۵۰ افغانان د لوئېزیانا له ایالته د پاکستان له لارې افغانستان ته واستوي.

د دغو راپورونو له خپرېدو وروسته، د امریکا د کانګرس ۶۶ غړو د بهرنیو چارو او کورني امنیت له وزیرانو وغوښتل چې د افغانانو د احتمالي ایستلو بهیر ودروي.

د نومبر په درېیمه یوې محکمې د څلورو ورځو لپاره د دغه اقدام د موقتي درولو حکم صادر کړ.

وروسته د نومبر په اوومه دغه حکم د پای د مشخصې نېټې له ټاکلو پرته وغځول شو.

د محکمې دغو پرېکړو په امریکا کې د افغانانو د ایستلو پر بهیر اغېز کړی، خو د هغوی د اوږدمهاله خوندیتوب مسئله لا نه ده حل شوې.

امریکا کې افغان کډوال په ځانګړي ډول هغه کسان چې له امریکايي ځواکونو او ادارو سره یې کار کړی، د خپل راتلونکي په اړه اندېښنې لري.

شان ون‌دایور ویلي، امریکا د افغان ژباړونکو، سرتېرو، د سفارت د ساتونکو او نورو پخوانیو همکارانو پر وړاندې اخلاقي مسؤلیت لري.

د هغه په وینا، د دغو کسانو ملاتړ خیرات نه، بلکې د هغو ژمنو پوره کول دي چې امریکا ورسره کړې دي.

په ورته وخت کې، یو شمېر افغان فعالانو او د کانګرس غړو د یوې قانوني طرحې ملاتړ کړی چې موخه یې په امریکا کې مېشتو زرګونو افغانانو ته د اوږدمهاله خوندیتوب برابرول دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم تر دې مخکې د افغانانو د احتمالي ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

امریکا کې افغان کډوال اوس د راتلونکو قضايي پرېکړو او د کډوالۍ د پالیسۍ بدلونونو ته په تمه دي، څو د خپل قانوني وضعیت او راتلونکي په اړه روښانه ځواب ترلاسه کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button