ژوندنړیوال خبرونه

امریکا کې د سني او شیعه مسلمانانو ګډ جومات پرانیستل شو

مسجد النبي د هغه اسلامي مرکز نوم دی چې په دې وروستیو کې د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د شیعه او سني مذهبو مسلمانانو د یووالي په هدف جوړ شوی دی او اوس پرانستل شو

د دې جومات په جوړولو شاوخوا ۱۲ کاله لګېدلي. د دې اسلامي مرکز طراح انجنیر رضا افشار وايي چې دا جومات د ټولو مسلمانانو پر مخ خلاص دی، هغه وويل: “کله چې دې جومات ته ننوځئ تاسو د سکون احساس کوئ. د جومات دننه په ښکليو اسلامي انځورونو سينګار شوی دی.”

دا جومات د ویرجینیا د فیرفکس په سیمه کې جوړ شوی چیرې چې د مسلمانانو، هندوانو او بودایانو په ګډون د بېلا بېلو ادیانو او مذهبونو ګڼ شمېر پیروان اوسیږي.

د فیرفکس د محلي حکومت چارواکو او د متحده ایالاتو د کانګرس یوې غړي چې د نبي جومات د پرانیستنې په مراسمو کې یې برخه اخیستې وه په دې سیمه کې د بېلا بېلو ادیانو او مذهبونو د پیروانو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د نبي جومات یو رضاکار حسین ناهیدیان وايي چې دغه اسلامي مرکز په ځانګړي ډول د ځوان نسل تر منځ د یووالي د زیاتولو په هدف جوړ شوی دی، هغه زياته کړه: “دلته د ټولو مذهبونو او اسلامي افکارو ځوانانو ته فرصت برابر شوی چې سره راټول شي او د يو بل منل او درناوی زده کړي.”

د دغه جومات مسوولينو د ښځو او ځوانانو لپاره بیلابیل پروګرامونه په لاره اچولي دي

د جومات رضاکاره وحیده عباسي هم وايي چې دغه اسلامي مرکز پر ځوانانو باندې ډېر تمرکز کوي هغې وويل:”دلته د دیني مضامینو او ژبې د تدریس ټولګي جوړ شوي دي چې ځوانان زده کړې ته وهڅول شي او د اسلام او يووالي په اړه مالومات ترلاسه کړي.”

عباسي زیاتوي چې پدې جومات کې به ځوانانو ته د مذهبونو د عبادت پر اصولو سربیره د یووالي او پیوستون درس ورکول کیږي چې په راتلونکي کې د ځوانانو د لا نږدیوالي سبب شي او په پايله کې د يووالي تر چتر لاندې نېکمرغه ژوند ولرو.

د نبي جومات مسوولین وايي چې د روژې مبارکې په میاشت کې یې د خپلو سني او شیعه مراجعینو لپاره د روژه ماتي پروګرامونه پلان کړي چې د دوی ترمنځ د افکارو د تبادلې او متقابل تفاهم زمینه هم برابره کړي.

په امريکا کې ډېر جوماتونه دي، خو دا لومړی ځل دی د سني او شیعه مسلمانانو ګډ جومات پرانستل کيږي. دا هغه ادعا لا قوي کولی شي چې څو کاله مخکې ويل شوي وو چې په راتلونکي کې به په امريکا کې تر يهودو مسلمانان ډېر وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button