نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

امریکا کې وسله‌وال بریدګر ۱۸ کسان وژلي او ۶۰ یې ټپیان کړي

دا لومړی ځل نه دی بلکې له دې وړاندې هم امریکا کې وسله والو بریدونو کې عام خلک وژل شوي

امریکا دا لومړی برید نه دی بلکې وړاندې هم وسله‌والو کسانو د ښوونځیو زده کوونکي او په ښارونو کې نور عام خلک د مرمیو هدف ګرځولي او وژلي یې دي.

نور ولولئ: په ادم خېل دره کې د امریکايي وسلو پېر او پلور

رپوټونو کې ویل شوي، د امریکا متحدو ایالتونو په مین لیوسټن ښار کې د ډزو له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان دي، خو ځايي پولیسو بي بي سي ته ویلي، تر دې مهاله د مرګژوبلې پخلی نه کوي.

دغه بریدګر لا هم نه دی نیول شوی

تر دغه وسله وال برید وروسته په سیمه کې سلګونه پولیس د وسله وال بریدګر په لټه کې دي. مشکوک وسله وال لا هم نه دی نیول شوی. پولیسو یې نوم رابرټ ارکارډ یاد کړی چې په وینا یې شاوخوا ۴۰ کاله عمر لري.

پولیس هغه “وسله وال او خطرناک” بللی دی. هغه په دوو ځایونو، یوه رسټورانټ او د باولېنګ په یوه ځای کې ډزې کړي دي.

د لیوسټن او نژدې سیمې له خلکو غوښتل شوي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

نور ولولئ: پر امریکايي ځواکونو د بریدونو زیاتېدل، عراق او سوریه کې یې د تیارسي امر ورته کړی

د امریکا ولسمشرۍ دفتر یا سپینې ماڼۍ مسوولینو ویلي، ولسمشر جوبایډن ته معلومات ورکړل شوي او دا موضوع څاري.

هلته مرکزي طبي مرکز ویلي، دوی د پراخو ډزو د “ډېرو قربانیانو” درملنه کوي او له نورو سیمه ییزو روغتونونو سره همغږي کوي چې د ټپیانو درملنه وکړي.

امریکا ددغه ښار نفوس

د امریکا د سرشمېرنې ادارې د معلوماتو له مخې، لیوسټن، د مېن دویم ګڼ نفوسه ښار دی چې تر ۳۸ زره ډېر خلک ژوند پکې کوي.

په دغه ښار کې د وسلو له امله ډېر مرګونه د وژنې پرځای د ځان وژنې له امله دي.

دا ښار د کیوبیک، کاناډا سره پولې ته نژدې دی او وګړي یې زیاتره په فرانسوي ژبه خبرې کوي.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور پر بنسټ ویل شوي مشکوک وسله وال، رابرټ کارډ، د وسلو روزونکی دی چې د متحده ایالاتو پوځ لخوا د ساکو، مین په ښار کې روزل شوی و.

د برید کوونکي په اړه دا هم ویل کېږي چې هغه د ۲۰۲۳ کال په دوبي کې د رواني ناروغانو په مرکز کې وخت تېر کړی و او ګواښ یې کړی و، چې په اډه کې به ډزې وکړي.

غرب کې دا ډول بریدونو ویل کېږي چې د ژور خفګان له امله رامنځته کېږي، خو دولت یې په کنترول کې پاتې ښکاري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button