ځایی

امیرخان متقي: «ترهګري» او «بشرحقونه» لا هم بې تعریفه پاتې دي

امیرخان متقي وايي چې «ترهګري او بشر حقونه» د نړیوالو قدرتونو له لوري د «لومو» په څېر د ملتونو پر وړاندې کارول کېږي

د طالبانو د بهرنیو چارو دغه سرپرست وزیر وايي، چې د ترهګرۍ په نامه شل کاله افغانستان بمبار شو، خو تر اوسه دغه کلمه چا تعریف نه کړه.

بل خوا دغه طالب چارواکی زیاتوي چې بشر حقونه د اسرائیلي په څېر هېوادونو ته نشته، نو ځکه د بشر حقونو تعریف هم له ننګونو سره مخامخ دی.

muttaqi3
د ډیپلوماسي انستیتوت فراغت غونډه

پر زده کړو د ښاغلي ټینګار

ښاغلي متقي نن د بهرنیو چارو وزارت اړوند د ډيپلوماسي انستیتیوت له دويمې درې میاشتنۍ تخصصي دورې د ١٢٨ کسانو فراغت غونډه کې دا خبرې وکړې.

هغه د غونډې ګډونوال وهڅول چې زدکړې وکړي او په مختلفو برخو کې وړتیاوو سره د افغانستان د مظلوم او ځګړه ځپلي ملت ښه استازي وکړي.

muttaqi1
هغه محصلین چې زیاتره یې طالب جنګیالي دي، له فراغت وروسته په ګډ انځور کې.

نور ولولئ: متقي د قزاقستان سفیر ته: له تاسو مننه چې پر طالب چارواکو مو لګولي بندیزونه لرې کړل

نور ولولئ: امیر خان متقي وايي، رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کارول کېږي

نور ولولئ: طالبان: له تاشکند سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا غږېدلي یو

نوموړي په خپلو خبرو کې نړۍ فرېبکاره او خلکو ته د ذهني تشویش په اچولو تورنه کړه او زیاته یې کړه: «وروڼو د دنیا په ټولو اصولو، تاکتیکونو او ان چل او فرېب به ځان خبروې چې څوک دې تېر نه باسي. تاسو وینئ چې څومره لوبې کېږي او څومره انسانان یې په همدې لوبو کې را ګیر کړي دي او حتا چا ته یې ذهني تشویش اچولی دی.«

ترورېزم او د هغه تعریف

نوموړي دې خبرو پسې پر افغانستان د امریکا یرغل ته په اشاره وویل: شل کاله پر افغانستان د ترهګرۍ په نوم بمبار وشو، په لکونو خلک شهیدان شول، په لکونو خلک زندانیان او شکنجه شول، بېرته را خلاص شول. ګونتنامو ته انتقال شول، لوی ناورین تېر شو، خو تر ننه چا تعریف ونه کړ چې تروریزم څه دی او چا ته ویل کېږي.

هغه په خپلو خبرو کې بشري حقونو ته په اشاره وویل، چې د دې حقونو تعریف هم نشته او په پلمه یې هېوادونه او ملتونو بندیزونه لګېږي.

نوموړي د اسراییل له خوا فلسطین کې روانه جګړه یاده کړه او ویې ویل، چې د زرګونو فلسطینیانو په وژلو سره بیا هم پر تلابیب نه بندیز لګېږي او نه رسمیت ترې اخیستل کېږي.

د هغه په خبره، په افغانستان کې تر پنځو هغه کسان چې له غرب سره تماس کې دي او د هغو لپاره کار کوي او بندیان شول، دا د بشر حقونو خلاف ورزي ده:«په څلوېښت میلیوني هېواد کې چې څلور کسان بندیان شي د بشر حقونو خلاف ورزي ده، خو که د نړۍ بندیخانې له مظلومانو ډکې دي، دا د بشر حقونو خلاف نه دي، خو که څوک له زورور سره په تماس کې و او چا کاږه ور وکتل بیا دا د بشر حقونو خلاف ورزي ده.»

د یادونې وړ ده چې طالبان د بهرني او کورني مشروعیت له ستونزې سره مخامخ دي او لا په رسمیت نه دي پېژندل شوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button