سیمه

امیرخان متقي: له ټي ټي پي زموږ د ملاتړ په اړه د پاکستان ادعا بې بنسټه ده

امیرخان نن په یوه خبري غونډه کې د پاکستان دغه ادعا چې ټي ټي پي له افغانستان بریدونه کوي، رد کړه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ټي ټي پي د ملاتړ په باب د پاکستان د استازي څرګندونې رد کړې.

پرون (چهارشنبې) د افغانستان په اړه د ملګروملتو د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان استازي وویل چې پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي، چې ده فتنه الخوارج وبلل، هره ورځ د افغانستان له خاورې پاکستان ته اوړي او پر پاکستاني ځواکونو حملې کوي.

ده همداراز ادعا وکړه چې پاکستان کره اسناد او شواهد لري چې ټي ټي پي د طالبانو د ځینو عناصرو له ملاتړه برخمنه ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت غبرګون

خو امیرخان متقي نن په یوه خبري غونډه کې د پاکستان د استازي څرګندونې رد کړې.

متقي چې د خپل وزارت پروګرامونه او بریاوې تشریح کولې، همداراز وویل چې د تېر یوه کال په موده کې د بهرنیو چارو وزارت توانېدلی چې د سیمې په کچه د هېواد بهرنۍ سیاسي استازولۍ کنټرول او مدیریت کړي او دمګړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د افغانستان ۳۹ سیاسي استازولۍ د اسلامي امارت اطاعت کوي.

متقي زیاته کړه چې د بهرنيو چارو وزارت له لوري د ډيپلوماتيکو اړيکو او سياسي درک رامنځته کولو د هڅو پر دوام قزاقستان او قرغيزستان هېوادونو د خپلو ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت نوم بهر کړی او روسيه به هم په نژدې راتلوونکي کې ورته اقدام وکړي.

نور ولولئ: د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

نور ولولئ:  اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

له ملګرو ملتونو د امیرخان متقي غوښتنه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل؛ ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې په افغانستان کې روان حقایق په نظر کې ونیسي او د هغو مطابق قضاوت وکړي.

طالبان له ملګروملتو غواړي چې په دغه سازمان کې د افغانستان چوکۍ دوه ته وسپاري خو ملګري ملتونه او ګڼ هیوادونه د ښځو په وړاندې د طالبانو تبعیضي پالیسیو ته په کتو د هغوی حکومت په رسمیت نه پېژني.

سیاسي کارپوهان بیا وايي، طالبانو د نړیوالو او افغان ملت غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی، نو نړیواله ټولنه به هم په اسانۍ طالبانو ته رسمیت ورنه کړي.

د یادونې وړ ده چې په دغه غوښتنو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو وضع کول او له زده کړو راګرځولو په اړه دریځ پرېښودل دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button