لوبې خبرونه

انس حقاني د کرکټ بورډ مشرتابه ته څه لارښوونې کړې وې؟

د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم غړي ښاغلي انس حقاني او د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق د افغانستان کرکټ بورډ له عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي او ملي لوبغاړو سره ناسته ترسره کړه.

د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم غړي ښاغلي انس حقاني او د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق د افغانستان کرکټ بورډ له عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي او ملي لوبغاړو سره ناسته ترسره کړه.په دغه کتنه کې د اسلامي امارت مشرتابه د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او لوبغاړو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکولو ترڅنګ لوبغاړي و هڅول تر څو د تېر په څېر هېواد ته بریاوې ترلاسه کړي،

20210827 102959

مونږ په خپل وس او توان د افغانستان کرکټ سره همکار یو او ملاتړ یې کوو؛ هیله لرو چې زمونږ ملي لوبغاړي په راتلونکې کې هم د هېواد لپاره نورې بریاوې ترلاسه کړ.د ویناوالو له ډلې د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق هم خبرې وکړې او د کرکټ ملي لوبډلې په بریاوو یې خوښي وښوده، ښاغلي وثیق له کرکټ څخه ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل:«ورزش د روغتیا ضامن دی، نو په همدې اساس هر هغه څه چې روغتیا ته ګټه لري.

مونږ یې ملاتړ کوو نوموړي زیاته کړه خوښ یم چې د اتلانو سره په یوه ناسته کې ګډون کوم او له دوی هیله لرو چې د تل په څېر افغانستان ته بریاوې راوړي.د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي د افغانستان اسلامي امارت له رهبرۍ او راغلو غړو څخه مننه وکړه چې له کرکټ او ملي لوبغاړو څخه ملاتړ کوي.

فضلي وویل:د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي په ملي روحیه سنبال دي، همدا لامل دی چې تل یې هېواد ته بریاوې ترلاسه کړي او راتلونکې کې به هم د پام وړ لاسته راوړنې ولري».ښاغلي فضلي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې په راتګ سره به یې د کرکټ په برخه کې غوره والی را منځته کړي او هڅه به وکړي تر څو له دغې لارې هېوادوالو ته خوشحالي ورکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button