نړیوال خبرونه

انس حقاني وایي، د نجونو ښوونځی به دایم نه وي تړلي او ژر به پرانستل شي

اسلامي امارت به دا ستونزه حل کړي

د اسلامي امارت دې لوړپوړي غړي له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، اسلامي امارت به د یو لړ کارونو له تر سره کېدو وروسته دا ستونزه حل کړي.

نوموړي ویلي: «دلته یو نظام دی، اصول دي، اساسات دي، زه امید لرم چې دا مساله چې کوم په کیفیت کې وي، طرزالعمل کې وي، دا به حل شي، لکه نور مسایل هم همدغسې نیمګړي پاتې دي، خو دا مساله داسې نه‌ده چې دایمي به همداسې پاتې وي، دې کې ټولو ته زه اطمنان ورکولای شم

نور یی ولوله | ظواهري باندې حملې وروتسه طالبا مشرانو خپلمنځي غوونډه راوبلله

نور یی ولوله | متحده ایالت به اجازه ورنه کړي چې افغانستان د وسله والو ډلو په ځاله بدل شي

د دغو ښوونځیو د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه وکړه

ورته مهال، د پوهنتون یو شمېر استادان د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو ځنډ د اندېښنې وړ بولي او ژر تر ژره د دې ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کوي. د سیاسي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد طارق فرهادي وايي: «په‌دې خاطر چې د نجونو اسلامي حقونه چې د زده‌کړې دي، اسلامي هېوادونه هم افغانستان په رسمیت نه‌ پېژني

زده‌کوونکې مریم وايي: دا ډېره اندېښمنوونکې ده چې تر دې مهاله ښوونځي نه‌دي پرانیستل شوي، زما په نظر دا یو نه جبرانېدونکی کار دی چې نه‌شي کېدای جبران شي. که څه هم په تېر یوه کال کې د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو له‌خوا د ښوونځیو د پرانیستو ژمنې شوې خو تر اوسه دا ژمنې نه‌دي عملي شوي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button