Uncategorizedلوبې

انګلستان ښځینه لوبډلې کوربه نیوزیلېنډ ته ماتې ورکړه

په نیوزیلینډ کې د ښځو د نړیوال جام په ۱۹مه لوبه کې انګلستان کوربه لوبډلې نیوزیلینډ ته د یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته په یوه ویکټه ماتې ورکړه.

د له مخې په اکلینډ کې ترسره شوې دغه لوبه کې، چې پچه انګلستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې د دوی په ګټه هم تمامه شوه.

د نیوزیلینډ ښځینه لوبډله په ۴۹ اوور کې په ۲۰۳ منډو ټوله اوټ شوه، چې له لوري یې میډي ګرین په ۵۲ منډو ناسوځیدلې پاتې شوه، لوبډلمشرې سوفي ډیون ۴۱ او امیلیا کیر او سیټر وایټ په ترتیب سره ۲۴ او ۲۴ منډې جوړې کړې.

نور یی ولوله | یو شمېر ګوښه کړل شوي قاضیان: که مو غوښتنو ته ځواب ونه‌ویل شي، له هېواده وځو

د انګلستان لپاره کیټ کراس او سوفي اکسلسټون ۳-۳ او چارلي ډین ۲ ویکټې واخیستې. د نیوزیلینډ لخوا ټاکل شوی هدف انګلستان لوبډلې له په زړه پورې سیالۍ وروسته په ۴۸ اوور کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ.

د انګلستان لپاره نیټ سیور ۶۱، لوبډلمشرې هیدر نایټ ۴۲، سوفیا ډنکلي ۳۳ او ټیمي بیومنټ ۲۵ منډې وکړې. د نیوزیلینډ لپاره فرانسیس مکې په زړه پورې توپ اچونه وکړه، ۴ لوبغاړي یې پویلین ته ولېږل، جیس کیر ۲ او لیه تاهو او بروک هیلیډ ۱-۱ لوبغاړي وسوځول. نیټ سیور د لوبې غوره لوبغاړې هم شوه.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button